په افغانستان کې د درملو د کمښت په اړه اندېښنې
۱۴۰۴ آذر ۱۳, پنجشنبه
پس هغه چې د طالبانو ادارې سوداگرو ته لارښوونه وکړه چې د دریو میاشتو په ترڅ کې له پاکستاني خواوو سره خپل حسابونه تصفیه کړي او پس له دې له دغه هیواد څخه دارو درمل وارد نه کړي، په افغانستان کې د درملو د کمښت په هکله اندیښنې زیاتې سوې دي.
که څه هم د طالبانو اداره د هند په شان نورو بدیلونو په لټه کې ده، خو د دارو درملو د هغې کچې په پرتله چې په تیرو وختونو کې له پاکستانه افغانستان ته واردیدله، ددغه کمښت جبرانول به آسانه کار نه وي.
د طالبانو د حکومت د چارو د ادارې رئیس، نورالحق نوري په دا وروستیو کې ویلي چې مخکې له دې به په افغانستان کې د استفادې وړ دارو درملو ۷۰ سلنه له پاکستان څخه واردیدله.
اړونده موضوع: طالبان له پاکستانه د درملو واردات بندوي
که څه هم د طالبانو ادارې ویلي دي چې له پاکستان څخه د درملو د وارداتو بندیز، د دغو دارو درملو د « بې کیفیت والي» په دلیل دی، خو داسې ښکاري چې دغه تصمیم تر ډیره ځایه سیاسي وي، ځکه هرکله چې د دواړو خواوو ترمنځ سیاسي کړکیچ رامنځته سوی، سرحد تړل سوی او اوس هم تړلی دی.
اسلام آباد د طالبانو اداره تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په شان وسله والو ډلو ته یې پناهځایونه چمتو کړي دي. د طالبانو اداره دغه تورونه ردوي. د ترکیې او قطر په منځگړیتوب او په دا وروستیو کې د سعودي عربستان په کوربه توب تر اوسه بې نتیجې پاته وې.
خلک وايي د دواوو کمښت له پخوا احساسیږي
د هرات اوسیدونکې، فعاله لینا حیدري ډویچه ویلې ته وويل: "ډیری دواگانې کمیابه سوي دي."
هغه ادامه ورکوي: "د پوستکې ملهم چې پخوا به مې په آسانۍ سره په درملوتونو کې پیدا کول، تقریباً یوه میاشت کیږي چې نور یې نه سم پیدا کولای. انتي بیوټیکونه، انسولین او قلبي دواوې کمې دي."
د دارو درملو په کمښت سره ، بیې هم لوړې کیږي او په سیمه ایزو بازارونو کې د بې کیفیته، له تاریخ تیرې سوو او تقلبي دواوو د ډیریدو امکان ډیریږي.
له دغو اندیښنو سره سره، د طالبانو د ادارې د عامې روغتیا وزارت سرپرست، جلال جلالي ډاډ ورکړی دی چې په افغانستان کې "د دارو درملو کمښت موجود نه دی."
په هند کې د بدیلو امکاناتو لټون
طالبان اوس هڅه کوي چې د اړتیا وړ دارو درمل له نورو هیوادونو لکه هند څخه تأمین کړي. په روانه اونۍ کې افغان او هندي شرکتونو د دارو درملو د تأمین له پاره د طالبانو د استازو په حضور کې د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت هم د کابل له پاره د ۷۳ ټُنو مهمو ژوند ژغورونکو دواوو، واکسینونو او د طبي تجهیزاتو تأمینول تائید کړل تر څو د افغانستان د روغتیایی سیستم عاجلې اړتیاوې پوره کړي.
دغه بسته چې اټکل کیږي درې تر څلورو لارۍ پورې به سي، د داسې یوه هیواد له پاره چې له ۴۰ میلیونو زیات نفوس لري، یو سمبولیک حرکت دی. ددغې بستې یوه برخه چې پکښي د انفلوانزا او مننژيت شاوخوا ۶۳ زره دوزه واکسین شاملیږي، د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسیده.
په افغانستان کې د دارو درملو د تأمینولو د یوه شرکت مسؤل چې نه غواړي نوم یې رسوا سي، ډویچه ویلې ته وویل: "ځینې دواوې کمیابه دي او بیې همداسې مخ په لوړیدو دي. موږ هڅه کوو له هند، ترکیې یا ایران څخه نوي تأمین کوونکي پیدا کړو او په عین حال کې په هیواد کې داخلي تولید پیاوړی کړو. خو دا کار وخت نیسي."
قیمت یې عام خلک پرې کوي
افغانستان له لسیزو راهیسې د خپلو دارو درملو ډیره کمه برخه تولیدوي. د دوا جوړولو د زیربناوو نه موجودیت، د لابراتوارونو کمښت، د کیفیت نیمگړی کنټرول او د تدارکاتو په ځنځیر کې ستونزو دغه هیواد له جوړښتي پلوه په وارداتو پورې تړلی دی.
حتی له اوسني کړکیچ مخکې لا په دغه هیواد کې صحي خدمات کمزوري وو. واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، افغانستان له یوه ستربشري بحران سره مخامخ سوی دی چې د وچکالۍ، طبیعي پیښو لکه سیلابونو او اقتصادي سقوط له امله دغه بحران نور هم زیات سوی دی.
د داخلي ناخالص تولید تقریباً نیمايی برخه پر بهرنیو مرستو ولاړه وه چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو د تګلارو، په تیره بیا د روغتیا، زده کړو او کار له بازار څخه د ښځو د سیستماتیک حذفولو په دلیل، په عمومي توگه قطع سوې ده.
د ملگرو ملتونو په وینا، شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان، یعني د افغانستان د نفوس نیمايي برخه بشري مرستو ته اړتیا لري. په دې ترتیب، یو وار بیا د سیاسي پریکړو لکه له پاکستان څخه د دارو درملو د وارداتو د بندیز بیه عام خلک ورکوي.