1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې له کرونا سره مبارزه ولې پیچلې ده؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۹, جمعه

په داسې حال کې چې کرونا ویروس په نړۍ کې د خپریدو په حال کې دی، افغانستان ښايي د دې وبا بدې پایلې وروسته هم تجربه کړي. په افغانستان کې ناسم باورونه او له حکومت سره د خلکو نه مرسته، یو احتمالي بشري بحران رامنځ ته کولی شي.

Afghanistan Eröffnung Corona-Krankenhaus in Herat
انځور: DW/S. Tanha

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې په دې هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر ۹۰۶ ته رسیدلی او دغه شمیرې د هرې ورځې په تیریدو سره د ډیردو په حال کې دي. د عامې روغتیا د وزارت په حواله په تیرو ۳۴ ساعتونو کې ۴۵ تنه پر کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته بیرته روغ شوي دي چې په دې توګه د ټولو روغو شویو کسانو شمیر هم ۹۹ تنو ته لوړ شوی دی.

کرونا ویروس تر اوسه پورې په افغانستان کې نیږدې ۳۰ تنه وژلي دي او داسې ویره موجوده ده چې په افغانستان کې به د کرونا ویروس له کبله د مرګونو کچه تر دې هم لوړه شي. د عامو افغانانو ترڅنګ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې صحي کارکوونکي او ډاکټران هم په دغه ویروس اخته شوي دي.

د کرونا ویروس له آزموینې ویره

چارواکي وايي چې همدا اوس تر ۵۰۰ ډيرې مشکوکې پېښې د افغانستان په لابراتوارونو کې تر آزموینې لاندې دي، خو تر ټولو اندېښمنونکې موضوع دا ده چې ځیني کسان نه غواړي روغتون ته د معاینې له پاره ولاړ شي. له کرونا وبا څخه د افغانانو ویرې او ز دغه ویروس د تشخیص په برخه کې د امکاناتو نه شتون، ښايي په افغانستان کې له کرونا وبا سره مبارزه اوږده او پیچلې کړي.

انځور: DW/F. Zahir

د کابل ښار اوسیدونکی ۳۰ کلن عبدالله، دویچه ویله ته وویل چې څو ورځې وړاندې یې په بدن کې کرونا ته ورته ځیني نښې احساس کړې، خو روغتون ته د ورتګ پرځای یې خپله د ځان درملنه پيل کړه. هغه وویل: «که روغتون ته تللی وای هیڅ ګټه یې نه کوله. لومړۍ ستونزه دا ده چې روغتیايي اسانتیاوې نه شته. بله دا چې زه له بې مورده قرنطین هم ویریدم. ما غوښتل چې یوازې ځان معاینه کړم خو دلته ځیني داسې ډاکټران هم شته چې یوازې د معاینې له نتیجې پرته دې هم قرنطینوي.»

عبدالله زیاتوي چې د څو قلمه مکروب ضد یا انتي بایوټیک درملو په کارولو سره یې روغتیايي وضعیت ښه شوی خو څو ورځې وروسته یې پر میرمن لوړه تبه راغله. هغه دویچه ویله ته وویل: «زه په لومړیو ورځو کې اندېښمن شوم خو روغتون ته د تللو پرځای مې غوره وګڼله چې میرمنې ته مې هم کور ته درمل راوړم.»

د عام افغانانو د ویرې ترڅنګ د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د امکاناتو نه شتون، نا امني او د کرونا ویروس په هکله د عامو خلکو د پوهاوي نه شتون هم له دې وبا سره د مبارزې په برخه کې ستر خنډونه شمیرل کیږي.

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د همدغسې بې غوری له امله آن تر ۳۰ د ډېرو کسانو د مړینې ادعا شوې. ټولنیز او سیاسي فعال ایمل خان صافي، دویچه ویله ته وویل چې د عامي روغتیا وزارت چارواکي که د سروبي ولسوالۍ وضعیت ته پاملرنه ونه کړي هلته انساني ناورین رامنځته کیږي. هغه وویل: «په سروبي ولسوالۍ کې د شته ناورین په اړه چارواکي ناسم معلومات خپروي، هلته تر ۴۰ پورې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه ټول کسان یا په مشکوک حالت کې او یا یې هم د کرونا ټیسټ مثبت راغلی او مړه شوي.»

په ولایتونو کې د امکاناتو نه شتون

کندهار او هرات ولایتونه هم له دغو پیښو استثنا نه دي. په جنوبي کندهار ولایت کې چې د عامو افغانانو ترڅنګ ترې نه په کرونا ویروس د صحي کارمندانو د مبتلا کیدو راپورونه هم ورکول کیږي، ناسم بارونه د انسانانو د ژوند په بیه تمامیدی شي.

بسم الله [مستعار نوم] د کندهار ښار هغه اوسیدونکی دی، چي ۲۹ کلن زوی او وراره يې په خپل کور کي په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته قرنطین کړي دي. نوموړي له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل چې دا کار يې ځکه کړی چي په کندهار کي د کررنا ناروغي د مخنیوي له پاره ځانګړی شوی روغتون داسې امکانات نه لري، چي یو ناروغ ورته اړتیا لري.

انځور: DW/F. Zahir

هغه وویل: «پنځه ورځي ترمخه مې د کورنۍ دغه دواړه کسان روغتون ته ور وستل، خو په روغتون کي د ډاکټرانو بې باکي او د امکاناتو نشتوالي اړ کړم، چې په خپل کورکي يې د قرنطین غم وخورم.»

د نوموړي په خبره په روغتون کي اکثره ډاکټران مشکوکو او ناروغ کسانو ته له خدمت څخه ځان ساتي او مراجعین اړباسي، چې د خپلو ناروغانو له پاره په کور کې یوځای د قرنطین لپاره ځانګړی کړي. بسم الله وايي چې د قرنطین په ګټه پوهیږي، ځکه يې دواړو ناروغانو ته خپله د میلمنو کوټه ځانګړې کړې ده.

په هرات و لایت کې میشت ډاکتر غلام فاروق اڅکزی وايي چې خلګ باید آزموینو ته روغتون ته مراجعه وکړي او بل لور حکومت ته لازمه ده چي د معایناتو سطحه لوړه او ظرفیت لوړ شي.

کم حکومتي امکانات او له کرونا سره ستونزمنه مبارزه

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د کرونا ویروس په اړه یې په کافي اندازه پوهاوی ورکړی، خو مني چې ځیني خلک لاهم په دې برخه کې بي غوري کوي. دغه چارواکي روښانوي چې که څه هم په روغتونونو کې د قرنطین له پاره کافي امکانات شته خو خلک بیا هم له دې موضوع ویره لري. د کندهار د عامي روغتیا په ریاست کي د بیړنیو پيښو سره د چمتووالي څانګي مسؤل ډاکټرمحمد سرور فیروزي، وايي چې د کرونا د تشخیص توکي ورته رسیدلي او په وړیا توګه یې د دې ولایت اوسیدونکو ته ورکوي.

انځور: DW/F. Zahir

د هرات چارواکي بیا یوه بد حالت ته د چمتوالي نیولو په حال کې دي. د هرات ولایت نوي ګومارل شوي والي سید عبدالوحید قتالي، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په ۱۵مه نیټه) په یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې په دې ولایت کې وضعیت عادي نه دی او دا چې د هرې ورځې په تیریدو سره وضعیت لا پسې خرابیږي. نوموړي وویل: «غواړم په واضح ټکو تاسو ته ووایم چې زه اوس مهال د هرات ولایت دښتې د قبرونو له پاره چمتو کوم، هیله لرم چې داسې ورځ رانه شي. خو ولې تاسو [کرونا] جدي نه نیسئ!»

په هرات کي له یوې خوا د دې ویروس تشخیص ډیر په ځنډ کیږې. شکور د هرات حوزوي روغتون ته راغلی او وايي چې درې ورځي کیږې چې روغتون ته تګ راتګ کوي او دا چې د معایناتو نوبت یې لا هم نه دی رسیدلی.

د هرات اوسیدونکي او په لویدیځ کې د ټولنیز بهیر غړې عبدالطیف نیازی، وايي کله چي څوک خبر شي چې یو کس په کرونا اخته دی نو ټول ترې ځغلې. هغه پر دې سربیره د امکاناتو او تجهیزاتو له کمښت څخه هم سرټکوی. پر دې سربیره نیازی روښانوي چې په هرات کې هم ځینو ناسمو باورونو له کرونا سره مبارزه لا پسې مغلقه کړې ده. هغه وایي د بیلګې په توګه ډیر خلګ فکر کوي چې  د کرونا له امله مړه شوې کس ته جنازه نه ورکول کیږې نو ځکه په دې ویروس اخته کسان کوښښ کوي چې خپله ناروغۍ پټه وساتي.

د دې رپوټ په لیکلونکې کې اسماعیل شاکر له کابل، ابراهیم سپیڅلي له کندهار، عتیق الله مطمین له هرات، میرویس اسلمي له غزني او خالد حکیمي له آلمان څخه مرسته کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب