په افغانستان کې زلزله؛ په لسونو مړه او په سوونو زخمیان سوي
۱۴۰۴ آبان ۱۲, دوشنبه
د دوشنبې د نیمې شپې یوې بجې شاوخوا، د ریشتر په مقیاس ۶،۳ درجې یوې زلزلزې د افغانستان شمال ځینې برخې ولړزولې.
د دغې زلزلې مرکز د مځکې په ۱۰ کیلومترۍ کې د سمنگان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې ثبت سوی دی.
نوموړې زلزلې د بلخ او سمنگان په ولایتونو کې مرگوني تلفات او سخت زیانونه له ځانه پرې ایښي دي. د مړه سوو او زخمیانو شمیر هره شیبه د بدلون په حال کی دی.
د طالبانو ادارې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان، وايي چې په دغه زلزله کې د بلخ او سمنگان په ولایتونو کې تر اوسه پورې حداقل ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۳۲۰ نور زخمیان سوي دي.
هغه زیاتوي چې د لا زیاتو تلفاتو امکان موجود دی او دغه ارقام د بدلون په حال کې دي: «دا معلومات ابتدايی دي او د عامي روغتیا وزارت صحي او د ژغورنې ټیمونه د پیښې په ځای کې حضور لري.»
د دغې زلزلې ټکانونه په ځینو ولایتونو لکه کابل کې هم احساس سول.
د نړیوال بانک ډلې په افغانستان کې د زلزلې زیان ۱۸۳ میلیونه ډالره اټکل کړی
ملگرو ملتونو اعلان کړی دی چې ټیمونه او شریکان یې د افغانستان په شمال کې د زلزلزې له امله اغیزمن سوو سیمو کې حضور لري تر څو اړتیاوي ارزیابي او عاجل خدمات وړاندي کړي.
افغانستان په هغه سیمه کې موقعیت لري چې د هند او یوریشیا ټیکټونیک پلیټونو سره ټکر کوي، نو له همدې امله پکښې ډېر وخت زلزلې رامنځته کیږي.
په هغه زلزله کې چې د اگست میاشتې په پای کې د افغانستان په ختیځ کې رامنځته سوه، څه د پاسه ۲۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په زرونو نور زخمیان سول. لا هم د افغانستان په ختیځ کې ډیری زلزله ځپلې پرته له سرپناهو او ابتدايی امکاناتو ژوند کوي او مرستو ته اړتیا لري.
د ژغورنې د امکاناتو نه موجودیت
په هغو انځورونو کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس پر لاس کیږي، لیدل کیږي چې خلک په ابتدايي وسایلو سره هڅه وي، بند پاته سوي کسان له ویجاړیو څخه وژغوري. ویل کیږي چې د ژغورنې ټیمونه لا لیري پرتو سیمو ته نه دي رسیدلي.
د ولایتي روغتونونو پر شاوخوا ډیر خلک راټول سوي دي.
په دغو انځورونو کې همدارنگه لیدل کیږي چې په مزار شریف ښار کې د حضرت علي زیارت یا مبارکه روضه هم د تیرې شپې د زلزلزې له امله زیانمنه سوې ده.
د بریښنا قطع کیدل
د دغې زلزلې په نتیجه کې د افغانستان لږترلږه نهو ولایتونو بریښنا قطع سوې ده.
د بریښنا شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د زلزلزې له امله، د ازبکستان وارداتي بریښنا د نایب آباد په ځینو سیمو کې له سمنگان او خُلم تر پلخمري پورې قطع سوې ده.
د دغې بریښنا د قطع کیدو په نتیجه کې، د کابل، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لوگر، پکتیا، غزني او میدان وردگو ولایتونه له دغې وارداتي برېښنا څخه، په بشپړ توگه محروم سوي دي.