1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې معیوبې ښځې له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

د یوه رپوټ له مخې په افغانستان کې له معلولو او معیوبو ښځو سره د ژوندانه په ډیری برخو کې په سیستماتیک تبعیض کیږي او دوی له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي. د یوه رپوټ له مخې دغه میرمنې له جنسي ځورونو سره هم لاس او ګریوان دي.

Afghanistan Parlamentswahl | Stimmabgabe in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د دوشنبې په ماښام د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د بشري حقونو د څار سازمان په ځپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې معیوبې ښځې په ټولنه کې له سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دي. د دغه رپوټ په حواله په دغو تبعیضي چلندونو کې د حکومتي چارواکو له لوري جنسي ځورونه، روغتیايي او د زده کړې په څیر آسانتیاوو ته د دوی نه لاس رسی شامل دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د آسیا د برخې مشره پاتریڅیا ګوسمن، په دې هکله وايي: »ټول معلوله افغانان، له دولتي خدماتو څخه د استفادې پر وخت له تبعیض او ځورونې سره مخامخ کیږي، خو ښځې او نجونې بیا له جنسي ناوړه استفادې سره مخامخې دي او له پامه غورځول کیږي.

د دغه رپوټ په حواله له لسو معلولو ښځو څخه یوازې دوې یې ښوونځیو ته ځي. د هیومن رایتس واچ یا د بشري حقونو د څار د سازمان په حواله افغاني معلولي ښځې او نجونې زیاتره وخت په ټولنه کې منزوي سوي، په عام محضر او یا هم په خپلو کورنیو کې دننه تحقیر او توهین کیږي.

د دغه سازمان په خبره اجتماعي او عامه غونډو ته د معیوبو او معلولو افغان میرمنو له ورننوتو څخه مخنیوی هم کیږي.

دا په داسې حال ده چې په افغانستان کې د څه د پاسه ۴۰ کلونو راهیسي جګړه او کړکیچ حاکم دی. په میلیونو انسانان د دغو جګړو او یا هم د ماین چاودنو له امله ټپیان سوي دي. زیاتره دغه ټپیان د بدن غړي نه لري او یا هم د لیدو او اوریدو حس یې زیانمن سوی دی. افغانستان د نړۍ په سطحه تر ټولو ضعیف روغتیایی هم سیستم لري.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل