په افغانستان کې ناڅاپي سېلابونه؛ ۱۷کسان مړه سوي دي
۱۴۰۴ دی ۱۲, جمعه
د کال د لومړي فصل سخت بارانونه او واوري چې د یوې اوږدې وچکالۍ دوره یې پای ته ورسوله، په عین حال کې د افغانستان په ځینو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو د راتلو سبب سول.له پیښو سره د مبارزې د آمادگۍ ملي ادارې د ویاند په خبره، دغو سېلابونو لږترلږه ۱۷ کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.
د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي، په حواله، د قربانیانو په ډله کې د یوې کورنۍ پنځه کسان شامل دي چې د پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت د کبکان په ولسوالۍ کې د یوه کور د چت رالویدو په نتیجه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له قربانیانو څخه دوه یې کوچنیان دي.
اړونده موضوع: اقلیمي بدلون؛ د کابل غیر پلاني سیمې بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لري
د طالبانو ادارې له پیښو سره د مبارزې د آمادگۍ ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد، په خبره له دوشنبې ورځي راهیسې تر اوسه پورې ډېر تلفات په هغو ولسوالیو کې ثبت سوي دي چې له سېلابونو څخه اغیزمنې سوې دي. هغه زیاته کړه چې خرابې هوا همدارنگه د هیواد په مرکزي، شمالي او لویدیځو سیمو کې د خلکو ورځنی ژوند اغیزمن کړی دی.
حماد وویل چې سېلابونو په ولسوالیو کې زیربناوې زیانمنې کړې، یو شمیر څاروي یې له منځه وړي دي او شاوخوا ۱۸۰۰ کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي؛ داسي یو وضعیت چې مخکې له دې هم زیانمنونکو ښاري او کلیوالي ټولنو د ژوندانه شرایط یې لا پسې خطرناک کړي دي.
د هغه په خبره، نوموړې ادارې د پلټنې ټیمونه سخت زیانمنو سویو سیمو ته استولي دي او د لاډیرو اړتیاوو د مشخصولو له پاره ارزونې همدارنگه ادامه لري.
افغانستان د خپلو گاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران په څېر، د سختو اقلیمي پیښو په وړاندې زیانمنونکی دی، په تیره بیا هغه ناڅاپي سېلابونه چې له فصلي اورښتونو وروسته رامنځته کیږي.
په لسیزو جگړو، کمزورو زیربناوو، د ځنگلونو له منځه وړل او داقلیمي بدلون عواقبو، د دغه ډول پیښو اغیز په تیره بیا په لیرو پرتو سیمو کې لا پسې زیات کړی دی؛ هغه سیمې چې پکښي ډیری کورونه له خټو جوړ سوي او د ناڅاپي سېلابونو پر وړاندې لږ مقاومت لري.
د ملگرو ملتونو سازمان او د هغه شریکانو د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د نږدې ۱۸ میلیونو کسانو د ملاتړ له پاره چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، د ۱،۷ ميلیارده ډالرو غوښتنه وکړه.