1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

په افغانستان کې نهه تنه په دُرو وهل شوي دي

۱۴۰۲ شهریور ۲۷, دوشنبه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر نهو محکوم شوو کسانو د دُرو وهلو سزا عملي کړې ده. د یکشنبې په ورځ د سترې محکمې د اعلامیې په اساس ۸ سړي او یوه ښځه د نورو جرمونو تر څنګ، د غلا کولو په جرم محکوم شوي دي.

Afghanistan Ein Soldat der streng muslimischen Taliban-Miliz angehört, schlägt einen Zivilisten mit einem Gummigürtel
انځور د دویچه ویله له ارشیف څخه دیانځور: EMMANUEL DUNAND/AFP via Getty Images

د طالبانو یوه حکومتي ویاند د ایکس یا پخواني ټویټر په ټولنیزه شبکه کې ویلي چې د افغانستان په سویلي ولایت زابل کې محکوم شوي کسان د قاضیانو په موجودیت کې له ۲۰ تر ۳۹ دُرو پورې وهل شوي دي.

په عمومي ډول طالبان د دغو سزا گانو د عملي کولو له پاره دا دلیل وړاندې کوي چې د عامه نظم او امنیت ساتلو له پاره یې عملي کول اړین دي.

د طالبانو افراطي اسلامپالې ډلې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک په خپل لاس کې ونیوه او وروسته له هغې امریکا متحده ایالات، المان او د ناټو سازمان نور غړي هیوادونه له افغانستان څخه ووتل.

له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱میلادي کاله پورې، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال لا، په دُرو د وهلو، د بدن غړو پرې کولو او د سنګسار سزاوې په عامه محضر کې ترسره کیدلې.

د ملګرو ملتونو سازمان په می میاشت کېپه دُرو د وهلو پر سزا نیوکه کړې وه. د افغانستان له پاره د نوموړي سازمان د بشري حقونو مشرې فیونا فرازر ویلي وو: «جسمي یا بدني سزاګانې د شکنجې ضد کنوانسیون څخه سرغړونه ده او باید پای ته ورسول شي».

د دغه رپوټ پر بنسټ ډیري دغه کسان د غلا، له الکولو څخه د استفادې، د مخدره موادو په قاچاق، همجنس بازۍ او یا هم له کور څخه د تښتیدلو [دغه موارد د نجونو او ښځو له کور څخه د تيښتې په برخه کې وي] په جرم محکوم شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل