1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ولې د کانکور د ګډونوالو شمېر کمېږي؟

امید دیدار
۱۴۰۳ تیر ۱۵, جمعه

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې کال په کال د کانکور د ګډونوالو شمېر مخ پر کمېدو دی. سږ کال د کانکور له پاره د داوطلبانو شمېر تر سلو زرو هم نه دی رسېدلی؛ لامل یې څه دی؟

Afghanische Studenten
انځور: DW/A. Behrad

په افغانستان کې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پاره د کانکور ازموینې روانې دي. د رپوټونو له مخې، سږ کال د دغې ازموینې د ګډونوالو شمېر د تېرو کلونو پرتله په بېسارې ډول کم شوی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینو ملي ادارې خبر ورکړی دی، چې د کانکور ازموینه په پنځو پړاونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې اخلي، چې تر دې دمه یې څلور پړاوه بشپړ شوي او پنځم پړاو یې چې متفرقه ازموینه ده، په چنګاښ میاشت کې اخستل کېږي.

د دغې ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، سږ کال په ټول هيواد کې د کانکور له پاره ۸۶ زره داوطلبانو نومليکنه کړې وه. ویل شوي، له دغې جملې به ۷۵ زره کسان بېلابېلو پوهنتونونو ته لار ومومي.

دغه چارواکي وویل، تېر کال بیا په ټول هيواد کې شاوخوا سل زره کسانو د کانکور له پاره نوملیکنه کړې وه. د ازموینو ملي ادارې دغه چارواکي وویل، سږ کال نجونو ته په کانکور ازموینه کې د ګډون فورمې نه دي ویشل شوي.

په افغانستان کې د طالبانو ادارې له لوري پر خلکو او په ځانګړې توګه نجونو د زده کړو او کار بندیزونه، د ټولو مامورو ښځو معاش پنځو زرو افغانۍ ټاکل، اقتصادي حالت، بې کاري، په اوسنۍ اداره کې واسطه بازۍ او ځینې نور عوامل له ښوونیز نظام سره د خلکو د لېوالتیا د کمي لامل شوی دی.

ځوانان وايي، په افغانستان کې اوسنی سیاسي، ټولنیز او اقتصادي حالت مستقیمآ د دوی پر ژوند اغېز کړی او دا چې ځوانان له خپل راتلونکي ناهیلي شوي دي.

د کابل پوهنتون دروازه د نجونو پر مخ بنده شوېانځور: Ali Khara/REUTERS

د کونړ ولایت یو اوسېدونکي صفت الله دویچه ویله ته وویل، چې د کانکور له پاره یې نوملیکنه کړې وه، خو ځکه یې پکې ګډون ونه کړ چې د کورنۍ اقتصادي حالت یې ښه نه دی او نه شي کولی پوهنتون ته د بریالي کېدو په صورت کې خپل لګښتونه پوره کړي.

یو شمېر ځوانان بیا وايي، په کانکور کې یې ګډون کړی او هیله لري، د خپلې خوښې پوهنځیو ته به بریالي شي. د کانکور ازموینې یو ګډونوال ذاکرالله دویچه ویله ته وویل: «ما کانکور امتحان ورکړ او هیله لرم چې په راتلونکي کې طب ته بریالی او ډاکټر شم.»

که څه هم تر اوسه د کانکور ټول پړاوونه نه دي بشپړ شوي او د ازموینو ملي ادارې ویلي دي چې د ټولو پنځو پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به کره شمېرې ډاګیزې کړي، خو پر خواله رسنیو خپرې شوې ناتائید شوې شمېرې ښيي چې د ننګرهار، کندهار او هلمند په څېر لویو ولایتونو کې ډېرو لږو کسانو کانکور ازموینه ورکړې ده.

سږ کال نجونو کانکور ازموینه کې ګډون نه دی کړی.انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې، سږني کانکور کې له ننګرهار څخه څه باندې ۹ زرو او له کندهاره بیا نیږدې دوو زرو زده کوونکو کانکور ازموینه ورکړې، په داسې حال کې چې دا شمېرې په تېرو کلونو کې زیاتې وې.

په سږني کانکور کې د زده کوونکیو کمې ونډې ته پر خواله رسنیو هم پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي. د خواله رسنیو کاروونکو لیکلي، چې په کانکور کې د زده کوونکي بې ساري کمی په ښوونیز نظام کې یوه ناورین ته لاره هواري.

په کانکور ازموینه کې د نارینه زده کوونکو د کمرنګه ګډون شکایتونه په داسې حال کې راپورته کېږي، چې په افغانستان کې طالبانو د نجونو پر زده کړو او کار بندیزونه لګولي دي.

موږ کوښښ وکړ، چې په دې اړه د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت وپوښتو، خو هغوی اړیکې ځواب نه کړې. تر اوسه يوه هيواد هم د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې، خو طالبان هڅه کوي، څو نړۍ قانع کړي چې د دوی اداره په رسمیت وپېژني.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر افغانستان نړیوالې مرستې کمې شوي، چې له امله یې د خلکو اقتصادي حالت خراب شوی او د ژوند هره برخه یې اغېزمنه کړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل