له آلمان څخه تراوسه پوري افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو بیرته لیږل له دې امله ممکن شوي چې په افغانستان کې ځینې سیمې خوندي ګڼل شوي دي. د آلمان د هسن ایالت د لومړی وزیر مرستیال، طارق الوزیر چې د زرغوند ګوند غړی دی، «شپیګل» مجلې ته ویلی دي: «هیله مند یم چې زیګمار ګابریل به خپله دنده په نوي موقف کې په ښه توګه پرمخ یوسي او بلاخره به د افغانستان [امنیتي] وضعیت د واقعیتونو پر بنسټ و ارزوي.» الوزیر زیاته کړه چې یوازې ګابریل کولای شي چې په دې هکله بدلون رامنځ ته کړي.
د آلمان په نورد راین ویستفالن ايالت کې د زرغون ګوند مشره، مونا نویباور پر زیګمار ګابریل او د دغه هیواد د کورنیو چارو پر وزیر توماس دیمیزیر نيوکه کړی چې دوی «له مشخص مرګ سره انسانان مخ کوي.»
کابو یوه اونۍ مخکې د آلمان د بادن وورتمبرګ ایالت لومړي وزیر، وینفرید کرچمن په لسو ایالتونو کې د خپلو ملګرو په استازیتوب په کوم کې چې د دوی ګوند په حکومت کې شریک دی، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل ته یوه لېږل شوي لیک کي له هغه څخه د افغانستان د امنیتي وضعیت د بیا کتنې غوښتنه کړې.
په دې لیک کې نوموړي د افغانستان د کړکیچن وضعیت په هکله د ملګروملتونو رپوټ ته هم اشاره کړې او ویلي یې وو چې «په افغانستان کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی دی.»
په دې لیک کې کرچمن همدا راز لیکلي چې زرغون ګوند په دې پوهیږي چې هغه کسان چې په آلمان کې د پناه غوښتني منفي ځواب ترلاسه کوي، کولای نه شي په دې هیواد کې پاتې شي. خو نوموړي ټینګار کړی وو چې «پر دې سربیره هم باید مهاجر یوازې په ځانګړو شرایطو او د دوی په هیوادونو کې د ښه امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره بیرته ولیږل شي.»
د هیوادونو د امنیتي وضعیت څیړنه د آلمان د فدرالي ادارې دنده ده، خو د کډوالو ایستل بیا د دې هیواد د ایالتي حکومتونو مسولیت ګرځول شوی دی. افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو د بیرته لیږلو مسئله له دې امله له اختلافاتو سره مخ شوه چې د افغانستان امنیتي ځواکونه لا هم د دې هیواد په ځینو برخو کې د طالب جنګیالو پرضد په جګړه بوخت دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.02.2017):
د اخراج شوو مهاجرو له پاره په افغانستان کې زده کړې
د «هېلپ» په نوم یوه آلمانۍ موسسه په هرات ولایت کې له کلونو راهیسې له اخراج شوو او بیرته ستانه شوو مهاجرو له پاره د حرفوي زده کړو پروگرامونو جوړوي. انځور: DW/S. Tanha له ۲۰۰۸م کال راهیسې تر اوسه ۱۳ زرو هغو مهاجرو چې له بیلا بیلو هیوادونو افغانستان ته بیرته راغلي په دغه موسسه کې حرفوي زده کړي کړي او د کار په بازار ته ننوتي دي.
انځور: DW/S. Tanha «هېلپ» یوه نړیواله آلمانۍ موسسه ده چې له ۱۹۸۱م کال راهیسې د افغانانو له پاره فعالیت کوي او په هرات او بامیان ولایتونو کې دفترونه لري.
انځور: DW/S. Tanha هر کال له آسیایي او اروپایي هیوادونو څخه بیرته راستانه شوي ۱۵۰۰ افغان مهاجر دغي موسسې ته جذبیږي او په دغه ځای کې اړینې زده کړې تر لاسه کوي. په هرو شپږو میاشتو کې ۳۰ نارینه د نجارۍ له څانگې فارغیږي.
انځور: DW/S. Tanha د هېلپ موسسې د حرفوي او مسلکي برخې ۶۵ سلنه زده کړیالان ښځي دي. د غالۍ اوبدلو په برخه کې ۲۴ میرمنې بوختې دي. دغه میرمنې د دوو میاشتو په اوږدو کې یوه قالین اوبدي چې دوه متره اوږدوالی او یو متر پلنوالی لري.
انځور: DW/S. Tanha هغه میرمنې چې د زده کړې دوره یې په بریالۍ توگه سر ته رسولي وي، د یوه شخصي کاروبار د پیلولو امکانات هم له دغي موسسې څخه تر لاسه کوي. د غالۍ اوبدلو د څانگې کار کوونکي پر یوې غالۍ د آلمان د صدراعظمې انگلا مېرکل یو انځور اوبدي.
انځور: DW/S. Tanha په دغه برخه کې ۲۴ میرمنې چې زیاتره یې له آسیاسي هیوادونو څخه اخراج شوي مهاجرین دي، د کیک او نورو خوړو د تیارولو زده کړې کوي.
انځور: DW/S. Tanha میرمنې د زده کړو تر ختمیدو وروسته یو سند په لاس راوړي او د یوه رستورانت او يوه شخصي پخلنځای په برخه کې ملاتړ تر لاسه کوي.
انځور: DW/S. Tanha په دغه څانگه کې ۲۷ میرمنې د شپږو میاشتو په اوږدو کې د خیاطۍ بیلا بیلې زده کړې تر لاسه کوي.
انځور: DW/S. Tanha په دغه څانگه کې هره ورځ د ښځو تر لسو جوړو زیات کالي گنډل کیږي.
انځور: DW/S. Tanha د خیاطۍ څانگه په هېلپ موسسه کې یوه له محبوبو کاري څانگي څخه شمیرل کیږي.
انځور: DW/S. Tanha د موبایل یا گرځنده تلیفونونو د جوړولو څانگه هم شته چې ډیر شمیر مینه وال لري.
انځور: DW/S. Tanha د نارينه وو له پاره د نورو حرفوي زده کړو ترڅنگ د نلدوانۍ څانگه هم شته چې ډیر کسان هم له دغې څانگې فارغه شوي او په کار بوخت دي.
انځور: DW/S. Tanha دا چې په افغانستان کي زراعت او مالداري زياته ده، د لبنیاتو د پروسس څانگه د ښځو له پاره ځانگړي اهمیت لري. ښځې کولای شي چې له دې لاري د خپل ځان له پاره د لبنیاتو تولید او بسته بندۍ زده کړي او له اقتصادي اړخه پر خپل ځان بسیا شي.
انځور: DW/S. Tanha