1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پيښو شمیر ۲۱ ته لوړ شوی

۱۳۹۸ اسفند ۲۶, دوشنبه

د افغانستان د روغتیا وزارت په حواله په دغه هیواد کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر ۲۱ ته لوړ شوی دی. طالبانو هم له حکومت سره د دغې ډلې په بندیانو کې د دې ویروس د خپریدو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.

Virentest bei afghanischen Rückkehrer aus dem Iran
انځور: DW/S. T. Shokran

د افغانستان د ورغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په هرات، بادغیس او لوګر ولایتونو کې د کرونا پنځه نوي پيښې ثبت شوي دي. له دې سره په افغانستان کې د کرونا (کووید-۱۹) د مثبتو پيښو شمیر ۲۱ ته ورسید چې له دې جملې څخه ۱۲ پيښې یې په هرات، ۳ په سمنګان، ۲ په لوګر او پاتې نور مثبت موارد یي په بلخ، بادغیس، کاپيسا او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په ولایتونو کې تر اوسه پورې د کرونا ۲۶۳ مشکوکې پيښې ثبت شوي وې چې له دې ډلې ۲۱ یې مثبت او ۲۴۲ یې منفې وې. یوه بله مشکوکه پيښه د افغانستان په لابراتوارونو کې تر ارزونې لاندې ده.

په بندیخانو کې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه د طالبانو اندیښنه

په همدې منځ کې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان حکومت په زندانو کې د طالب بندیانو ترمنځ د کرونا ویروس د خپریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي د یوې اعلامیې په ترڅ کې له طالب بندیانو غوښتي دي چې پر کرونا ویروس د اخته کیدو د مخنيوي په خاطر دي روغتیایي تدابیر مراعات کړي.

د طالبانو ویاند ادعا کړې ده چې شاوخوا ۴۰ زره طالب بندیان د افغان حکومت په زندانونو کې دي چې حتی د عادي ناروغیو په مقابل کې زیان لیدونکي دي. نوموړي همدارنګه د روغتیا له نړیوالو سازمانونو څخه په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د افغان حکومت تدابير

د افغانستان حکومت د کرونا ویروس د خپریدو د مخنيوي له پاره ټول دولتي او غیر دولتي روزنیز مرکزونه رخصت کړي دي. خو له ایران څخه افغانستان ته د په زرګونو مهاجرو راتګ په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د لا زیات خپریدو په اړه انديښنې زیاتې کړي دي.

دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب