په افغانستان کې په بیلابیلو بریدونو کې ۴۷ وگړي ووژل شول
۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبهاعلان
د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د هم مهاله بریدونو په پایله کې د حکومت په حواله ۴۷ وگړي وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، ویلي دي چې په وژل شوو وگړو کې ۳۶ برید کونکي، ۸ امنیتي سرتیري او درې تنه ولسي وګړي شامل دي. د دې سربیره د دې بریدونو په پایله کې ۴۰ امنیتي سرتیري او ۲۵ ولسي وګړي ټپيان شوي هم دي.