1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ژمی او د بې ځایه شویو سخت ژوند

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آبان ۲۴, سه‌شنبه

د ژمي په رارسېدو، له خپلو مېنو بې ځایه شوي زرهاوو افغانان د خوړو او د مناسبې سرپناه له جدي نشتوالي سره مخامخ دي. هغوی ادعا کوي چې وضعیت یې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

آرشیف: کابل، د افغانستان ژمۍ او واوره/ماشومان، کورني بې ځایه شوي کسان
آرشیف: کابل، د افغانستان ژمۍ او واوره/ماشومان، کورني بې ځایه شوي کسانانځور: Reuters/M. Ismail

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، اوسمهال شاوخوا ۳ میلیون کسان په کور دننه بې ځایه شوي چې، له دې ډلې له ۸۰ تر ۸۵ زره کسان د دغه وزارت او همکارو موسسو په مرسته خپلو مېنو ته ورګرځول شوي دي.

د ځایي کتونکو پر باور د ژمي په سړه هوا کې د یوې مناسبې سرپناه نشتوالی د دغو بې ځایه شویو کورنیو په ځانګړې توګه د هغوی د ماشومانو ژوند ګواښلی شي.

خوش محمد د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د کورنیو بې ځایه شویو په یوه پنډغالي کې اوسیږي، هغه دویچه ویله ته وویل: »د بې وزلۍ له امله ۲۵ ورځې وړاندې مې میرمن د زېږون پرمهال له نوي زېږېدلي ماشوم سره یوځای خپل ژوند له لاسه ورکړ، په الله قسم چې نه د خوړلو لپاره ډوډی لرم او نه هم د ژوند کولو لپاره مناسب ځای، تر اوسه نه طالبانو او نه هم کومې موسسې زمونږ لاسنیوی کړی، که شرایط په همدې توګه روان وي، اړ یم چې خپل زوی وپلورم.»

اړوند مطالب:سخت ژمی تر ۳۰۰ زرو زياتو افغان ماشومانو ژوند ګواښي

خال بي بي یوه بله کورنۍ بې ځایه شوې میرمن ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې کابل ته تللې او د خپل سخت ژوندانه زړه بوږونکې کېسې لري. هغې دویچه ویله ته وویل: »څلور یتیمان راته پاتې دي، میړه او یو زوی مې څو کاله وړاندې په کندوز کې د جګړو پرمهال ووژل شول، اوسمهال تر یوې خیمې لاندې ژوند کوم، د واورې او باران ورښت مو ژوند ګواښي، له هیڅ بنسټه مرستې نه دي راسره شوي اوسمهال د ژوند او مرګ سره لاس او ګرېوان یو.»

ناوړه اقتصادي وضعیت یې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړیانځور: DW/S. Tanha

په کابل کې د کورنیو بې ځایه شویو د یوه پنډغالي استازي حاجي خیرمحمد دویچه ویله ته وویل چې سږ کال د طالبانو او نورو بهرنیو مرستندویه بنسټونو مرستې خورا ټیټې کچې ته رسېدلي. هغه وویل، که طالبان او نور مرستندویه بنسټونه دغه وضعیت ته پام ونه کړي ښايي په روان ژمي کې ډېر بې ځایه شوي کډوال خپل ژوند له لاسه ورکړي.

حاجي خیری محمد دویچه ویله ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه: »که په ژمي کې د مهاجرو مرسته ونه شي، د کورنیو بې ځایه شویو لپاره یوه تیاره راتلونکې وینم هغوی به اړ شي چې خپل اولادونه وپلوري او ښايي ډېری ماشومان او سپین ږیري ومري.« هغه دغه راز وویل، طالبانو سره یې څو واره خپلې ستونزې شریکې کړي، خو کومه پایله یې نه ده لرلې.

د طالبانو ځواب

طالبان وايي له ۳ میلیونه کورنیو بې ځایه شویو یې یواځې ۸۰ زرو ته رسیده ګې کړې. د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني دویچه ویله ته وویل: »مونږ د کورنیو او نړېوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ هڅه کوو چې مرستندویه بکسې چې په هغو کې به خواړه، درمل او تاوده کالي وي کورنیو بې ځایه شویو کډوالو ته ورسوو.«

هغه زیاته کړه چې مونږ له نړېوالو مرستندویه بنسټونو هم مننه کوو چې کورنیو بې ځایه شویو سره د مرستو برخه کې هلې ځلې کوي.

افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه نړېوالې اندېښنې

د خوړو نړېوال پروګرام په یوه تازه ویناپاڼه کې خبر ورکړی چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته یې ۷۲ زره میټریک ټنه خوراکي توکې لیږدولي ترڅو په ژمي کې د واورو له امله تر لارو بندېدو وړاندې زیرمه شي.

اړوند مطالب:افغانستان: ملګري ملتونه د يوه «چټک بحران» څخه خبرداری ورکوي

د دې پروګرام چارواکو ویلي هغو کورنیو چې خپل توکې یې کارولي ښايي سخت ژمی په وړاندې ولري. له بل لوري د امریکا سیګار ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې تر ۲۴ میلیون ډېر افغانان له بې وزلۍ او لوږې سره مخامخ او بیړنیو مرستو ته اړ دي.

د سیګار د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ میلادي کال تر اګست وروسته بې وزلی، وزګارتیا، وچکالی او مالي ستونزو د افغانستان د خلکو پر ژوند خورا منفي اغیزې پرېښي او دا وضعیت خورا اندېښمنونکی دی.

سربیره پر دې، ملګرو ملتونو او د دغه سازمان اړوندو ادارو په افغانستان کې د فقر د ډیروالي له کبله هم د لوږې د ډیرښت او د سخت ژمي خبرداری ورکړی دی. په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته، ورځ تربلې اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی او له دغه هیواد سره د نړیوالو سیاسي او اقتصادي اړیکې هم کم رنګه شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل