د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر په خپل تازه رپوټ کې ویلی دي چې یوازې په یوه میاشت کي تر ۳۰ زرو زیات کسان خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي.
په رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د جون میاشتې تر ۱۷مې نیټې پورې په ټوله کې ۱۳۲۷۴۴ کسان د افغانستان دننه له خپلو ټاټوبو بې ځایه شي دي.
وسله والو طالبانو د کوچني اختر له درو ورځو وروسته اوربند تمدید نه کړ او افغان حکومت هغه د نورو لسو ورځو له پاره وغځاوه. دغه اوربند په افغانستان کې د میلیونونو کسانو له هرکلي سره مخامخ شو. نړیوالې ټولنې هم له دغه اوربنده هرکلی وکړ.
د اوربند تر ختمیدو وروسته طالبانو په ځينو ولایتونو کې په لسونو امنیتي ځواکونه وژلي دي.
په دغه رپوټ کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۷م کال په افغانستان کې د بې ځایه شوو کسانو شمیر ۴۵۰ زرو ته رسیده، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶م کال کې بیا د کور دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر تر ۶۶۰ زرو زیات وو.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې د ناټو د جنګې ماموریت تر ختمیدو وروسته طالبانو خپلو بریدونو ته زور ور کړی دی او د پوځي معلوماتو له مخې د هیواد تر ۱۴ سلنه زیاته برخه تر کنترول لاندې لري او په ۳۰ سلنه برخه کې جګړه کوي.
د ملګرو ملتونو په وینا هغو سیمو ته چې جګړې پکښې روانې دي د نه لاس رسي له کبله د دې خبرې معلومول ګران دي چې په تیرو دوو کلونو کې بې ځایه شوي کسان اوس هم کډوال دي او که خپلو سیمو ته بیرته ورګرځیدلي دي.
زموږ له ارشيف څخه:
په هرات کې له بيځايه شويو او اړمنو کورنیو سره مرستي
د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په لويديځ زون کې له ۵۰۰۰ کورنيو سره د ژمنيو مرستو لړۍ پيل کړې ده. هغوی ويلي دي چې سږکال په افغانستان کې۴۰۰ زره کورنۍ بې کوره شوي دي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranد هرات د مهاجرو چارو اداره وايي چې په دغه ولايت کې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له خوا له بيځایه شويو او اړمنو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranد چارواکو په وينا، په پام کې ده چي دسمبر مياشتې تر۳۱مې يا د ۲۰۱۷م کال تر پايه پوري په هرات کې پر۲ زرو او ۷۴۲ کورنيو باندي «نغدي» مرستې وويشل شي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranهري بيځايه شوي کورنۍ ته۲۰۰ امريکايي ډالره ورکول کیږي. ځيني کورنۍ چې دغه پيسې يې ترلاسه کړي دي، خوښي ښيي او وايي چې دغه مرستې به يې ژمنۍ اړتياوې تر يوه حده پوره کړي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranد نغدي مرستو ترڅنګ، هري اړمنې کورنۍ ته څلور شړۍ هم ورکړل شوي دي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranد هرات ولايت د کډوالو او راستنيدونکو چارو ادارې مشر احمد جاويد نادم وايي چې دغه مرستې د ولايت مقام، د دوي ادارې او د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د استازو په حضور کې پر مستحقو کورنيو ويشل کيږي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranد افغانستان په لوېديځ کې د (UNHCR) د دفتر استازی انجنير نیک محمد عظيمي وايې چې د دغه سازمان مرستې د هرات، غور، فراه او بادغيس ولايتونو ۵ زره او ۱۴۱ بيځايه شويو کورنیو سره ترسره کيږي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranد ملګرو ملتونو د تازه رپوټ پر اساس، د روان ميلادي کال له پيله، په افغانستان کې څه باندې۴۰۰ زره کورنۍ د جګړو او ناامنيو له وجې له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranد ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکي دفتر ویلي دي، چې د ژمې سوړ موسم بيځايه شوې کورنۍ له ډيرو سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranد ملګرو ملتونو ويلي دي چې يوازې تيره اوونۍ په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۳۰۰کورنۍ دې ته اړي شوي دي چې له خپلو سيمو ووځي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranحاضردمه د هرات ولايت د داخلي بيځايه شويو کورنيو په کمپ کې تر۶۰ زرو زياتې کورنۍ په يو سخت او ناسم وضعيت کې ژوند کوي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranد افغانستان په ختيځ کې د دغې دورې مرستې په ټوليزه توګه د يو ميليون او ۵۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت دي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranد ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې د روان میلادي کال تر پايه پوري به په افغانستان کې د داخلي بي ځایه شويو کورنيو شمير تر۴۵۰ زرو پوري ورسيږي. هرات چې په لويديځ کې يو څه امن ولايت دی د مختلفو ولايتونو څخه بې ځايه شوې کورنۍ ور کډه شوي دي.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokranد ټولنيزو چارو کارپوه محمد انور متين وايي چې د دولت، ملي او نړيوالو بنسټونو له خوا هڅې روانې دي، څو هغو بيځایه شويو کورنيو ته چې غواړي بيرته خپلو سيمو ته ستنې شي، د تلو شرايط برابر کړي. متين دغه راز وویل چې هغه کورنۍ چې د دلايلو له مخې نه شي کولاي خپلو سيمو ته بيرته ستنې شي، د هغو له پاره هم په ټولنه کې د ښو امکاناتو برابرولو په برخه کې هڅې ادامه لري.
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran