1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديآسیا

په افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي

۱۴۰۰ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د دوو ټولنو د معلوماتو په حواله له هغه راهيسي چې طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د دغه هيواد ۴۳ سلنه رسنۍ تړل شوي دي. زياته شوې ده چې له دې کبله ۶۰ سلنه ژورنالیستان بې کاره شوي دي.

Afghanistan Tolo TV-Sender in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د بې سرحده خبريالانو غیر دولتي ټولنې او په افغانستان کې د خپلواکو ژورناليستانو ټولنې په خپله هغه څېړنه کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپره کړې ده، ويلي دي چې له هغو ۵۴۳ رسنيو څخه چې د اګست مياشتې تر نيمايي پورې ثبت وې، د نوامبر مياشتي تر پايه پورې يوازې ۳۱۲ یې پاتې وې.

زياته شوې ده چې په دې توګه د دريو مياشتو په موده کې ۴۳ سلنه رسنۍ له صحنې ورکې شوي دي. په ځانګړې توګه خبريالاني او د رسنيو ۸۴ سلنه ښځينه کارکوونکي بې کاره شوي دي.

د بې سرحده خبريالانو له خوا ويل شوي: «څلور میاشتې تر مخه د افغانستان په اکثرو ولايتونو کې لږ تر لږه لس خصوصي رسنۍ فعالې وې.» زیاته شوې ده چې دمګړۍ «په ځينو سيمو کې هیڅ سيمه ایزې رسنۍ فعالیت نه لري.»

په کابل کې چېرې چې واک ته د طالبانو تر رسیدو د مخه د رسنيو شمیر ډېر زيات وو، ۵۱ سلنه رسنۍ یې تړل شوي دي. په کابل کې د اګست مياشتې تر نيمايي پورې د فعالو ۱۴۸ رسنيو څخه د نوامبر مياشتي په پای کې يوازې ۷۲ يې فعاله وې.

په داسې حال کې چې د اګست مياشتي په لومړۍ نیمايي کې په رسنيو کې ۱۰ زره ۷۹۰ کسانو کار کاوه، د دې څېړنې د چمتو کولو پر وخت یې يوازې ۴۳۶۰ کسان په دنده بوخت ول. له دوی څخه ۳۹۵۰ نارينه او ۴۱۰ ښځې دي.

د دې څېړنې په حواله د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه يې په ۱۵ کې هيڅ ژورناليسته کار نه کوي. په يو شمير سيمو کې د طالبانو سيمه ایز مسئولين نور ښځينه خبريالانو ته د کار اجازه نه ورکوي.

د بې پولې خبريالانو ټولنې په حواله د موضوعاتو آزاد پوښښ نور امکان نه لري، کار بايد د «ژورنالیزم د يولسو مقرراتو» له مخې ترسره شي، موضوعات لومړی باید اړونده وزارت ته وړاندې شي او رپوټونه تر نشريدو دمخه بايد د خپريدو اجازه ترلاسه کړي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل