په افغانستان کې ۷۵ په سلو کې بهرني زندانيان له پاکستان څخه دي
۱۳۸۹ مرداد ۱۵, جمعهدا په داسې حال کې ده چې په راتلونکي کال کې د زندانونو په سر صلاحيت کابل ته سپارل کيږي. امير البحر رابرت هاروارد، چې په افغانستان کې د مخالفينو د نيولو د عملياتو مشري کوي، ټکي په ټکي همداسې وويل:
«که زموږ خوښه وای، نه به مو کولای. خو زه يې امکان نه ردوم. که د افغانستان حکومت راڅخه هيله وکړي، نو دوام به ورکړو.»
هاروارد زياته کړه چې بهرني بنديان په افغانستان کې «تر پنځوس فيصدو» لږ دي او د افغانستان په محبسونو کې شپې تېروي. دا په داسې حال کې ده چې د هاروارد په وينا د بهرنيو زندانيانو له جملې څخه «اووه پنځوس په سلو کې» بنديان له پاکستان څخه راځي.
هارواد دا هم ويل چې د دوی هڅه دا ده چې بنديان بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږي، که نه نو د افغانستان محکمو ته سپارل کيږي. تر دې دمه اووه تنه بهرني زندانيان په افغانستان کې محاکمه شوي دي.
ليکونکی: AFP/نسيم صابر
کتونکی: عبدالباري حکيم