1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په افغانستان کې F-35 ډوله الوتکه کارول شوې ده

۱۳۹۷ مهر ۶, جمعه

F-35 ډوله جنګي جټ الوتکه چې رادار يې نه شي کشفولای، په لومړي ځل په افغانستان کې جنګي ماموریت کړی. په دې ترتیب د یادې الوتکې د پرمختګ او په جګړه کې د کارولو انتظار ختم شو.

F-35A Lightning II US Militärflugzeug
انځور: Reuters/Andy Wolfe/Lockheed Martin

د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو F-35B جنګي جټ الوتکه د «USS Essex» په نامه د امریکا له محاربوي کښتۍ الوتلې او د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۲۷مه) یې په افغانستان کې د طالبانو پر اهدافو برید کړی دی.

د F-35 په نامه دغه جنګي جټ الوتکه د هوايي ځواکونو، سمندري او ځانګړو ځواکونو له پاره ډير ډولونه لري. زیاته شوې ده چې د سمندري ځواکونو له پاره جوړه شوې دغه جنګي جټ الوتکه د هلیکوپترې په شان له ځمکې پورته کیږي. د دغه راز الوتکو بیه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر اټکل شوې ده.

په عین حال کې د F-35 ډوله جنګي جټ الوتکو د جوړولو پر پروګرام د امريکا کانگرس له څه مودې راهیسې نیوکي کولې. د دغو الوتکو تولید څو ځله د ازموینې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوی وو چې له کبله یې مالي لګښت هم لوړ شوی وو.

د دغې الوتکي په پېردونکو هيوادونو کي بریتانیا، جنوبي کوریا، اسرائیل، ایټالیا، آسترالیا، کاناډا، ترکیه او جاپان شامل دي.

د F-35 په نامه جنګي جټ الوتکو د جوړولو پروګرام په ۱۹۹۰مو کلونو کې پیل او په ۲۰۰۶م کال کې په لومړي ځل آسمان ته پورته کړل شوې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب