په الجزاير کي ۴۱ تنه يرغمل سوي دي
۱۳۹۱ دی ۲۸, پنجشنبهاعلان
داسي معلومیږي چي د الجزایر په ختيځ کښي د تیلو او ګازو د استخراج په ساحه کښي د اسلامي تندلارو له خوا یرغمل سوي ځیني کسان په تښته بریالي سوي وي. د النهار الجزایري شخصي تلویزون د رسمي منابعو په حواله خبر ورکړی دی چي ۱۵خارجي یرغمل سوي کسان تښتیدلي دي. سربیره پر دې د الجزایر د خبري آژنس APS په حواله ۳۰ تنه داخلي کارګران هم تښتیدلي دي. په الجزایر کښي د فرانسې سفارت دغه معلومات تاييد کړي دي. د چهارشنبې په ورځ یوې اسلامي ډلي د ګازو د استخراج پر ځای باندي حمله وکړه او احتمالأ یې ۴۱ بهرنيان یرغمل نیولي دي. هغوی په مالي کښي د فرانسوي نظامي عملیاتو ختمیدل غواړي.