په القاعدې پورې د تړلې مشر وژنه تائید سوه
۱۳۹۲ فروردین ۴, یکشنبه د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند دفتر د شنبې په ورځ د ابو زید، وژل کیدل تائید کړل. زید په مالي کې په القاعدې پورې تړلی جنګسالار په مغرب کې د دغي ډلې یو لوړپوړی غړی وو.
د فرانسې د ولسمشر دفتر له خوا په دې اړه په یوه خپره شوې بیانیه کې رغلي دي: «فرانسه د ابو زید مړینه په پوره ډاډمنتیا سره د مالي په افوغاس غرونو کې د فبرورۍ میاشتې په وروستیو ورځو کې د فرانسوي ځواکنو پر وړاندې د جګړې پر مهال تائیدوي.»
په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د دغه وګړي وژل کیدل په ساحل کې د ترهګرو پر وړاندې په جګړه کې یو ډیر مهم پرمختګ بلل کیږي. تر دې مخکې فرانسوي ځواکونو ویلي ول چې داسې احتمالونه موجود دي چې دغه کس په فرانسه کې وژل شوی وو خو هغوی په عین حال کې د دې خبر د تاییدولو له پاره د DNA آزموینو پایلو ته په تمه ول.
زید چې ویل کیږي ۴۶ کلن وو په ساحل کې د القاعدې ډلې یو مهم غړی بلل کیدی او ورباندې د دوو اروپايي برمته شویو کسانو د وژلو تورونه لگول کېدی.
ویل کیږي چې هغه وخت چې زید د فرانسوي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ووژل شو، هغه څلور تنه فرانسوي وګړی برمته کړي ول. دغه کسان دوه کاله مخکې په نایجیر کې له یوه معدن څخه نیول شوي ول. لا تر اوسه پورې د دغو کسانو برخه لیک روښانه نه دی.
فرانسوي ځواکونو د روان کال په جنوري میاشت کې مالي ته خپل سرتیري واستول ترڅو له ترهګرو څخه د دغه هیواد شمالي برخې آزادي کړي.