په المان کي د سنتۍ د قانون مسوده جوړه سوه
۱۳۹۱ مهر ۵, چهارشنبهد دې طرحي له مخي ښایي د کوچنيانو او نوو زیږیدلو ماشومانو سنتي قانوني وبلل شي. تر دې دمخه د جون په میاشت کې د المان په کولن ښار کي یوې محکمې داسي یو حکم صادر کړی وو چې پکښې د ماشومانو سنتول یو غیر قانوني کار بلل شوی وو.
تر دې حکم وروسته په المان کې میشتو مسلمانانو او یهودانو سخت غبرګون ښکاره کړ. مسلمانان او یهودان باید د خپل ماشومان سنت کړي.
د قانون په دغه مسوده کي د سنتۍ له پاره ځینۍ شرایط هم ټاکل شوي دي. د بېلګې په توګه په دغو شرایطو کي راغلي دي، چي ماشومانو ته باید د سنتۍ پر وخت د درد کمولو تر ټولو ښه درمل ورکړل شي.
د کولن ښار يوې محکمې ځکه د ماشومانو سنتول د قانون ضد عمل بللی وو، چې د هغوی په حواله دا کار د المان د اساسي قانون د دوهمي مادې له هغه جز سره په ټکر کي دﺉ چې له مخي ئې هر څوک د خپل بدن اختیار لري.
د اوسنۍ طرحي له مخي به بیا هم سنتي د اساسي قانون د دغه برخي سره په ټکر کې وي، خو په دې طرحه کې دا کار د سزا ورکولو وړ نه دﺉ بلل شوی. په دغه مسوده کي راغلي دي چې پر ډاکټر سربیره یو مذهبي سړی چې د ډاکټر په شان روزل شوی وي هم کولای شي هغه ماشومان سنت کړي چي تر شپږو میاشتو کم عمر ولري.
خو مهمه خبره دا ده چې د سنتي د جراحي عمل تر پلي کولو مخکي باید د ماشوم مور او پلار ته د دې عمل په اړه بشپړ معلومات ورکړل شي. په مسوده کي زیاته شوې ده چې هغه ماشومان چې د هیموفیلیا یا د وینې د لخته کیدو په ناروغۍ اخته وي باید سنت نه شي.
همداراز د هغو ماشومانو سنتیدل هم منع شوي دي چې روغتیا ئې د دې جراحي عمل له کبله له گواښ سره مخامخ کيدای شي.
د المان د عدلیې وزیري یوه ویاند وویل چې د قانون له دې طرحې سره به د کولن محکمې د پریکړي په واسطه رامنځته شوې قانوني شخړه حل شي.
د بدلون هرکلی وشو
تر دې وروسته په المان کې د یهودانو د مرکزي شورا مشر دیتر گرومن، د المان خبري آژانس ته وویل چې له دې بدلون سره د یهودانو ډیري غوښتني جواب شوي دي. هغه وویل: «له دې پریکړي سره باید د عدلیې د وزارت درناوی وشي.»
تر دې مخکې په المان کې میشتو مسلمانانو او یهودانو د کولن محکمې د پریکړي پر ضد احتجاج کړی وو. اوس په المان کې شاوخوا څلور میلیونه مسلمانان او ۲۰۰۰۰۰ یهودان ژوند کوي.
مسعود جهش (د المان خبري آژانس، دویچه ویله)
کتونکی: نجیب الله زیارمل