په المان کي په لومړي ځل بهرنيانو ته مډالونه ورکړل سوه
۱۳۸۹ آذر ۱۱, پنجشنبهدغه مډالونه هغو کسانو ته ورکړل شول چي د شخصي فعاليتونو له لاري يي په ځانګړي ډول انټيګريشن ته خدمت کړی دی. مهيم معيار ددې لپاره دا وو چي يو نمونه کار د نورو لپاره په دي لاره کي شوي وي.
د مډال يو ګټونکی د کرهڼي کارپوه او څېړونکي تورکی تورګوت التوګ دی. ده د لومړي ځل لپاره د برلين په کرويڅ بيرګ کي د ترکيې- آلمان د چاپيريال ساتني مرکز جوړ کړی چي 2009 کال راپديخوا د برلين د ښار هغه اوسيدونکي چي بهرنيان دي، د چاپيريال او طبيعيت ساتني له بنسټونو سره آشنا سي.
التوګ د ډيري مودې راهيسي د يو داسي مرکز سره مينه درلوده. خو مالي پانګه يې له اوږدي مودې بېکارۍ وروسته ممکنه شوه.
د تورګوت التوګ ستره هيله دا ده چي د طبيعيت او چاپيريال سره په يوه کرښه کي ژوند وکړي او د ژوند بنسټ لاسته راوړي. د دي لپاره دی هره ورځ کارکوي. او دی هيله لري چي په راتلونکي کي د داسي يو کار لپاره نور مينه وال هم ومومي.
زابينا/ سهيلا حسرت نظيمي
کتونکی: نجيب الله زيارمل