1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کښي د ښځو وضعيت ته کتنه

۱۳۸۹ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

ددې سره سره چي د جرمني د حکومت پر لومړی چوکۍ يوه مېرمن او په کابينه کي هم ۳۰ فيصده ښځي ونډه لري بيا هم په المان کښي ډيری مېرمني لکه په ۵۰ لسيزه کښي د کوچنيانو په روزنه او د کور په کار اخته دي.

په برلين کښي د ښځو لاريون
په برلين کښي د ښځو لاريونانځور: picture-alliance/dpa

هغو ښځو چي د لومړي ځل دپاره د ۱۹۱۱ کال د مارچ پر۱۹ نېټه د برلين پر سړکونو مظاهرې وکړې ، دوی د ښځو د وضعيت د ښکاره بدلون غوښتنه کوله يعني د ښځو د اجتماعي وضعي ښه والي او په انتخاباتو کي د ديموکراتيکو او آزادو رايو حق.

په اوس وخت کي هم ښځي په تونس قاهرې او يا روم کي همدغه غوښتني لري. دوی هم د ښځو د آزادۍ ، د هغوی د حقوقو او دهغوی د اجتماعي وضعي د ښه والي د پاره مبارزه کوي.

په آلمان کي هم ښځي د لوړو چوکيو د پلاس راوړلو د پاره هڅي کوي. ددوی په نظر د ښځو په ژوندانه کي پر مختګونه ډېر کم ليدل کيږي.

دوی وايي چي بايد لږ ترلږه ۳۰ په سلو کي ښځي د رياستونو او د څارني د شوراګانو په چوکيو کي وظيفه تر سره کړي. دا د ښځو حق او د دولت مکلفيت دی چي ددغو چوکيو د په لاس راوړلو دپاره دي د ښځو څخه ملاتړ وکړي.

په المان کښي اکثره په دې نظر دي چي د ښځو د پاره د يوې مشخصي ورځي ټاکل کومه ګټه نه لري. د ښځو ورځي ته اصلاً اړتيا نه ليدل کيږي. مهمه داده چي هغوی ته لکه د نارينه وو په شان مساوي حقوق ورکړل سي او د هغوی په مقابل کي تعصب له منځه ولاړ سي.

يوه مېرمن وايي چي « په آلمان کي پخوا تل هر څه د نارينه وو له خوا اداره کيدل.

جرمنيان تل د يوه ديکتاتوري سيستم له خوا اداره کېدل چي په سر کي به يې نارينه ولاړ وه. او دغه سيستم اوس هم همداسي دوام لري. دا په دې معني چي هيڅکله د ښځو او نارينه وو تر منځ يو ګډ صميمانه کار موجود نه وو. په آلمانانو کي يو زوړ پخواني متل سته چي وايي د ښځي ځای آشپزخانه او کار يې د کوچنيانو روزل دي. که څه هم دوي دغه خبره په خوله نه وايي خو په مغزو کي يې همدا خبره سته».

د ښځو ورځ په افغانستان کي هم اصلاً د نارينه وو ورځ ده. د مارچ اتمه نېټه په شاندارو مراسمو سره لمانځل کيږي خو تر ټولو د مخه بيا سپين ږيري او ملايان دا خبره کوي چي هغه ښځي چي ډېر کوچنيان دنيا ته راوړي تر ټولو ښې ښحي دي. جنت د ميندو تر پښو لاندي دي.

مبينه سليمي چي په کابل کي معلمه ده وايي چي زموږ د واقعي ژوندانه په اړه هيڅ بحث نه کيږي. دا مهمه ده چي زموږ نارينه په افغاني او اسلامي ټولنه کي موږ ته په کومه سترګه ګوري.

افغاني ښځي تر هر څه دمخه زده کړو او د زورزياتيو پرته يوې ټولني ته ضرورت لري. د مارچ اتمه نېټه کولای سي د ښځو دپاره يو سمبوليک شکل ولري خو دا مهمه ده چي د کال په پاته ۳۶۴ ورځو کي د دولتونو له خوا د ښځو په ګټه کوم کارونه تر لاس لاندي نيول کيږي.

دغه ورځ بايد له منځه ولاړه سي تر څو د لمانځلو د پاره واقعاً يو څه رامنځته سي.

اولريکا/ ګل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب