1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

په المان کې د افغانانو په واده کې شخړه؛ پنځه پولیس ټپیان شوي

۱۴۰۳ شهریور ۱۲, دوشنبه

د المان په ووپرتال ښار کې د افغانانو د یوه واده په مراسمو کې د مېلمنو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شو. کله چې پولیس د پيښې ځای ته ورسیدل، وضعیت لاپسې خراب شو چې په پایله کې یې پنځه پولیس په سطحي ډول ټپيان شول.

Symbolbild Polizei Einsatz
د دې پيښې اړوند د ۴۰ تنو میلمنو هویت پولیسو له ځان سره ثبت کړی دیانځور: Fotostand/picture alliance

د المان په ووپرتال ښار کې د شنبې (د اګست میاشتې ۳۱ نیټه) په شپه د افغانانو د واده په یوه محفل کې د مېلمنو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شو چې په پایله کې پنځه پولیس په سوک او لغتو د وهل کیدو یا په غاښ چیچل کیدو له کبله په سطحي ډول ټپیان شوي دي.

پولیسو په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې په دې پيښه کې د مراسمو څلور مېلمانه هم ټپیان شوي دي چې د امبولانس د پرسونل په وسیله یې ځینې تداوي شوي دي.

د دې پيښې په هکله په څه پوهیږو؟

پولیسو ویلي دي چې د شنبې په ماښام یې د یوې تلیفوني اړیکې په ترڅ کې خبر ترلاسه کړ چې د یوه واده په مراسمو کې شخړه رامنځته شوې ده. د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې په محفل کې د څو تنو مېلمنو ترمنځ شخړه رامنځته شوې او پر یوه بل یي د ګلاس او بوتلونو ګذارونه کړي دي.

د پولیسو ویاند ویلي کله چې پولیس د پيښې ځای ته رسیدلي دي، تر برید لاندې نیول شوي. د نوموړي په خبره یو تن له مېلمنو څخه حتی د پخلنځي چاړه را ایستلی وه، خو له نیکه مرغه له امله یي څوک ټپي شوی نه دی.

د پولیسو له خوا په برقي شارت ورکوونکي تفنګچې له ویشتل کیدو وروسته د دغه کس له لاس څخه چاړه پر ځمکه لوېدلی او مخه یې نیول شوې.

د پولیسو د معلوماتو له مخې د پيښې اړوند دری کسان چې د ۲۲ او ۲۴ کلونو ترمنځ عمرونه لري نیول شوي دي. دغو کسانو د نیول کیدو پر مهال د پولیسو پر وړاندې مقاومت ښودلی او پر پولیسو یې برید کړی.

سربیره پر دې پولیسو د ۴۰ مېلمنو د هویت اسناد ثبت او د واده مراسم یي لغوه کړل. د پولیسو ټپونه سطحي ول او دوی وکولی شول چې خپل دغه ماموریت ته ادامه ورکړي.

دغه پیښه په داسې یو وخت کې رامنځته کیږي چې په دې وروستیو کې په المان کې د چړو په وسیله بریدونو، په دغه هیواد کې د پناه غوښتونکو د اخراجولو په هکله د غوښتنو څپه راپورته کړې ده.

په می میاشت کې یوه افغان په منهایم ښار کې په چړې برید وکړ چې د یوه پولیس په ګډون یې څو تنه ټپان کړل. په دې پيښه کې د پولیسو ټپي شوي مامور بیا د ټپونو د شدت له کبله وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

نږدې ۱۰ ورځې مخکې په زولینګن ښار کې هم د چړې په وسیله برید شوی و. بریدګر یوه سوریایي مهاجر وو چې اوس بندي دی.

له دغو پيښو وروسته په المان کې د مهاجرت په هکله بحثونو زور اخیستی دی او د مختلفو ګوندونو سیالیتوال د هغو پناه غوښتونکو د اخراج غوښتنه کوي چې په المان کې یې جرمونه ترسره کړي او د دغه هیواد د امنیت له پاره خطر ګڼل کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

06:25

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل