په اروپا کې د لومړي ځل له پاره د «یودانه يي» او «دوه دانه يي» غنمو ډولونه د مدیترانې په سیمو کې کرل شوي دي. هغه مهال به غله دانې په ښه ډول ذخیره کیدې او خلکو به د ژمې په موسم کې د تغذیې له پاره ترې کار اخیست. «یو دانه يي» او «دوه دانه يي» غنم داسې غنم دي چې یو له بل سره نښتي دي او اصلاح شوې بڼه یې بیا له پوستکې پرته روزل کیږي تر څو د پروسس له پاره یې کارونه اسانه شي.
انځور: www.transgen.de
په مصر کې د ډوډیو پخلنځی
مصر په نړۍ کې د غنمو له اړخه یو له مهمو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. مصریانو له نن څخه نیږدې شپږ زره کلونه پخوا د غنمو د ساتلو له پاره ځانګړې خونې او ګودامونه جوړ کړي وو.
انځور: Marco Longari/AFP/Getty Images
په نړۍ کې یوازې جوار له غنمو ډیر کرل کیږي
په ټوله نړۍ کې غنم په پراخه کچه کرل کیږي. په ۲۰۲۰م کال کې په ټوله نړۍ کې نیږدې ۷۶۰ میلیون ټنه غنم کرل شوي وو. په دې ترتیب سره تر جوارو وروسته غنم دوهمه هغه غله دانه ده چې ډیر کرکیل لري. روسیه، امریکا متحده ایالات، کاناډا، فرانسه او اوکراین په نړیواله سطحه د غنمو ستر صادروونکي هیوادونه دي.
انځور: Valery Matytsin/TASS/dpa/picture alliance
تر ټولو خوندوره ډوډۍ
د کاموت ډوله یا د «خراسان غنم» په لومړیو کې د ایران په شرقي سیمو او د اوسني افغانستان په غربي سیمو کې کرل کیدل. د دغه ډول غنمو دانې د عادي غنمو په پرتله دوه برابره سترې دي. په افغانستان کې د غنمو ډوډۍ هم یو له اصلي خوراکونو څخه شمیرل کیږي.
انځور: DW/S. Tanha
د اسهامو په نړیوال بازار کې د غنمو ارزښت
د نړۍ د اسهامو په بیلابیلو بازرانو کې غنم معامله کیږي. که چیرته یې بیې لوړې شي، په نړیواله کچه یې اغیز معلومیږي. د غنمو پر نړیوال بازار تر ټولو ډیر څلور شرکتونه ډیر واک لري او په هغوی کې درې امریکايي شرکتونه آرچر دانییلز میدلند، بانج او کارګیل امریکايي شرکتونه او د لويي دریفوس په نامه فرانسوي شرکت شامل دي. دغه شرکتونه د نړۍ د نیږدې ۷۰ سلنه غنمو بازار په لاس کې لري.
په ټوله نړۍ کې د اقلیم او د خاورې کیفیت ته په کتو سره د غنمو بیلابیل ډولونه کرل کیږي. اسپلټ ډوله غنم چې د آلماني غنمو په نوم هم شهرت لري، په منځنیو قرنونو کې په اروپا کې د خوراک تر ټولو مهمه سرچینه شمیرل کیده. په تیرو وختونو کې د غنمو دغه ډول، د اقلیمي لاملونو له کبله حاصل ته تر رسیدو وړاندې راټولیدل او ساتل کیدل.
انځور: DW/Catherine Davison
فصلي غنم
غنم د کال په مختلفو فصلونو کې کرل کیږي او د ژمي یا اوړي د غنمو په نامه هم پیژندل کیږي. د ژمي غنم د نړۍ د حاصلاتو ستره برخه جوړوي او د تودوخې د منفي ۲۰ درجې د تحمل وړتیا لري. دغه ډول غنم په اروپا کې د اکتوبر په میاشتو کې کرل کیږي چې هوا په دغه میاشت کې سړه وي. د اوړي غنم بیا په سړو سیمو کې کرل کیږي او تر ډیره پورې د پسرلي په موسم کې یې کرکیل پیلیږي.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/A. Jagel
کلک او نرم غنم
کلک غنم ډیرې تودوخې ته اړتیا لري او تر ډیره په عربي نړۍ او د مدیترانې په سیمو کې کرل کیږي. د مکروني مختلف ډولونه له همدې ډول غنمو تولیدیږي. خو نرم غنم چې د بذري غنمو په نامه هم شهرت لري د ډوډۍ د غنمو په نامه هم یادیږي او په نړیواله کچه ډیر کارول کیږي. دغه ډول غنم تر ډیره پورې په داسې سیمو کې کرل کیږي چې معتدل اقلیم ولري. له نرمو غنمو څخه تر ډیره پورې د ډوډۍ، کیک او کلچو له پاره کار اخیستل کیږي.
انځور: Mohamed el-Shahed/AFP/Getty Images
نشایسته، پروتین او ویتامین
د غنمو د دانې بیرونی پوست د ویټامین بي او اي او معدني موادو مهمه سرچینه بلل کیږي. غنم تر ډیره نشایسته یا کاربوهایدریت لري او ۱۴ سلنه یې بیا پروتین تشکیلوي. د غنمو دانې داخل بیا غوړ اسیدونه، معدني مواد او ویټامینونه هم لري.
انځور: Roberto Pera/dpa/picture alliance
د غنمو ژنونه له انساني ژنونو ډیر دي
د اصلاح شویو غنمو په کرلو سره، د غنمو ژنوم یا جینیتیکي معلومات درې برابره کړل شوي وي. نن ورځ د غنمو کروموزمونه شپږ برابره لوړ کړل شوي او دغه غله له ۱۰۰ زرو ډیر ژنونه لري. دا په دې معنی چې د غنمو دانه د انسان په پرتله پنځه برابره ډیر ژنونه یا جینونه لري. انسانان په خپلو حجرو کې شاوخوا ۲۳ زره بیلابیل ژنونه یا جین لري.