په المان کې د ځوانانو په منځ کې د بیکارۍ ټیټه کچه ثبت شوې
۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبهاعلان
د ټولو اروپایي هیوادونو په کچه په المان کې د ځوانانو په منځ کې د بیکارې د کچې راټیټیدل ثبت شوي دي. د المان د ملي احصایې دفتر خبر ورکړی دئ چې د ۱۵ او ۲۴ کلنو تر منځ عمر لرونکو ځوانانو کې د بیکارۍ کچه ۷،۹ نهه فیصده ته راټیټه شوې. په داسې حال کې چې د جون په میاشت کې په اروپایي ټولنه کې د بیکارۍ کچه په اوسط ډول ۲۲ فیصده ښودل شوې وه. د ځوانانو په منځ کې د بیکارۍ تر ټولو لوړه کچه په یونان کې ثبت شوې چې ۵۹ فیصده ښودل شوې ده.