په المان کې د گډوالو د شمیر زیاتیدل
۱۳۹۱ مهر ۲۲, شنبه په ۲۰۱۰ مېلادي کال کې المان ته په بشپړه توگه ۷۸ داسي کسانو پناه راوړې وه چې له مقدونیې او سربستان سره يې تړاو لاره. زياترو دغه کسان د جټانو د قبيلو روما او سينټي خڅه ول. خو په ۲۰۱۲ مېلادي کال کې بيا څه باندې ۲۴۳۵ جټانو له مقدونیې او سربستان څخه المان ته د پناه غوښتونکو په توگه مخه وکړه. همدا وجه ده چي يو شمېر الماني سياستوالو اوس دا غوښتنه مطرح کړې ده چې په اروپايي ټولنه کي دي د مقدونیې او سربستان د وګړو له پاره دا استثنا له منځه ولاړه شي چي هغوی ویزې ته اړتيا نه لري.
له ویزه برته د سفر کولو د اجازې لرلو دغه استثنا د ۲۰۰۹ مېلادي کال په سپتمبر میاشت کي رامنځ ته سوې وه. تر هغه وخت راهیسې په زياته بيا په تيرو مياشتو کي په المان کي د مقدونیې او سربي جټ پناه غوښتونکو شمېر ډېر زيات سوی دﺉ.
د پناه غوښتونکو له پاره د المان ځانگړې اداره وايي چي زياتره دغه پناه غوښتونکي د اقتصادي دلايلو پر اساس المان ته راځي. د نوموړې ادارې رئيس مانفرید شمدت وايي: «زموږ په اند المان ته د مخدونيا او سربي وگړو د راتلو بهير د ويزې له استثنا څخه د ناسمي گټي اخيستنې پايله ده.»
شمدت له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چي اوس د جټان لویې کورنۍ المان ته راځي. نوموړي زياته کړه چي دغو پناه غوښتونکو ته المان کې کومې پیسې د جیب خرڅ په توګه ورکول کیږي هغه په مقدونیې او سربستان کي د يوه متوسط کار لرونکي له یوې میاشتې معاش څخه درې وارې زیات دﺉ. د نوموړي په وينا المان ته د دغو پناه غوښتونکو د راتلو د بهير تر شا «اقتصادي دلايل» موجود دي.
د پناه غوښتنې له پاره د المان د ځانگړې ادارې رئيس زياتوي چي د سربستان او مقدونیې دغه کسان چي په المان کي درې مياشتي ژوند وکړي، هغوی د المان د حکومت څخه دومره اقتصادي مرستي تر لاسه کوي چي پوره کال يې بيا په خپل هيواد کي بسيږي. په دې تړاو يو شمیر سياستوال د المان د اساسي قانون د محکمې له تيري پریکړې څخه ناخوښه دي. په دغه پرېکړه کي ويل سوي ول چېي په المان کي دې پناه غوښتونکو ته دومره اقتصادي مرستي ورکړل شي لکه چي يو المانۍ وگړي ته د اړتيا په وخت کي ورکول کيږي.
د المان د کورنيو چارو وزير هانس پیتر فريدريش، اوس ويلي دي چي المان پر دې فکر کوي چي ايا له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړې چي د مقدونیا او سربستان له پاره د ويزې استثنا ليرې کړي که څنگه. نوموړي زياته کړی ده چي د پناه غوښتنې د دوسيو د دوام موده به هم رالنډه کړل سي. الماني وزير له بیلد نومې ورځپاڼې سره په خبرو کي ويلې دي چي يو شمیر کسان د المان د پناه غوښتنې له قانون څخه ناوړه گټه پورته کوي. خو په المان کي د پناه غوښتونکو د حقونو د دفاع ټولنې بيا ويلي دي چي د دې ټولې مباحثې مقصد سياسي دوکانداري ده.
احمد ولي اڅکزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش