1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د «گرين کارت» اخيستل نور هم سخت شول

۱۳۹۸ بهمن ۸, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو سترې محکمې د دونالد ترمپ له خوا معرفي شويو د مهاجرت تگلارو د عملي کولو اجازه ورکړې ده. دا قوانين د هغو مهاجرو له پاره چې ټولنیزې مرستې ترلاسه کوي، د دايمي اقامې ترلاسه کول، ستونزمنوي.

US Greencard - Permanent Resident Card
انځور: picture-alliance/Newscom/Dreamstime/Welcomia

د امريکا متحده ایالاتو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د مهاجرت د هغو سختو قوانينو د عملي کيدو اجازه ورکړې ده چې تېرکال د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا معرفي شوي ول.

د ترمپ ادارې يوې عريضې ته د ځواب ويلو په ترڅ کې د هيواد سترې محکمې ۵ د ۴ رايو په مقابل کي د په اصطلاح عامه اتهام پر پاليسۍ د تيرکال له اکتوبر مياشتي راهيسې لگیدلی بندیز پورته کړ. دا قانون هغو مهاجرو ته چې کم عايد لري او د ټولنیزو مرستو اخيستو ته اړ دي، د دايمي اقامې ترلاسه کول سختوي.

په دې توگه سترې محکمې د يوې بلې محکمې هغه پريکړه رد کړه ده چې په ټول هيواد کې یې د ولسمشر له خوا د معرفي شويو مهاجرت پر قوانینو بندیز لگولی وو.

هغه وخت نيويارک ميشته قاضي جورج دانيلز، چې دغه پریکړه یې کړې وه، نوې غوښتنې «د امريکايي خوب سپکاوی» بللې وې او د «د توجیې په لټه کې د محروميت د سياست» څخه یې خبره کړې وه. 

د مقرراتو سختيدل

نوي مقررات د مهاجرت ادارې ته اجازه ورکوي چې هغو کسانو ته د دايمي اقامې يا په اصطلاح «گرين کارت» ورکړه، رد کړي چې ډېر کم عايد لري او د ټولنیزو مرستو پروگرامونو له لارې هم نغدې پېسې نه، بلکې د خوراکي توکو مرسته او همدا راز صحي بيمه ترلاسه کوي او د استوگنې د ځای غم یې هم د مرستو اداره خوري.

د مخکنيو مقرراتو له مخې د دايمي اقامې په غوښتنليک کې دغه ډول مرستې د پام وړ نه وې.

د ولسمشر ترمپ د حکومت له خوا ويل شوي چې دغه ډول نوي مقررات او غوښتنې به دا تضمين کړي چې مهاجر پر ځان تکيه وکړي. خو انتقاد کوونکو ويلي دي چې دا کار به د پراختيا په درشل کې هيوادونو څخه د راغلو متقاضيانو له پاره په  امريکا کې د دایمي اقامې ترلاسه کول په غیر متناسب شکل مشکل کړي او دغه قشر به ورته لاس رسی ونه مومي.

دا مقررات د قانوني اقامې د ترلاسه کولو د ردیدو شرائط لا پسې پراخوي. د گرين کارت د ترلاسه کولو له پاره عريضه کوونکی اوس بايد دا ثابت کړي چې پر ټولنیزو مرستو تکيه نه کوي او نه به هم احتمالاً کله دغه مرستې ترلاسه کړي.

هر کال په امريکا کې څه نا څه ۵۴۴ زره کسان د دايمې اقامې غوښتنه کوي. د حکومتي شميرو په حواله نوي مقررات ښايي ۳۸۲ زره دغه قضېې اغیزمنې کړي.

(bs/nz (ap, Reuters

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب