1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په امريکا کي يوه کس ۲۲ کسان وژلي»

۱۴۰۲ آبان ۴, پنجشنبه

د امريکا په ليوستن ښار کې يوه سړي ناببره پر خلکو ډزې کړي. په پېښه کې ۲۲ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰ نور ټپيان دي. ويل شوي دي چې شکمن عامل د امريکا د پوځ يو روزونکی دی.

د امريکا په ماینې ايالت کې د ډزو په نتيجه کې مرگ ژوبله
د امريکا په ماینې ايالت کې د ډزو په نتیجه کې مرگ ژوبلهانځور: Robert F. Bukaty/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو د ماينې ايالت په تر ټولو ستر ښار ليوستن کې د چهار شنبې په ماښام يوه سړي چې ټوپک ورسره وو، د ښار په بېلا بېلو برخو کې بې هدفهډزېوکړې چې په نتیجه یې د شاوخوا ۲۲ کسانو د وژل کیدو او څه نا څه ۶۰ د ټپي کیدو خبرونه ورکړل شوي دي.

شکمن عامل د پوځ د يوه ۴۰ کلن روزونکي په توګه پيژندل شوی دی چې د تازه معلوماتو په حواله تر اوسه په تېښته دی او پوليس یې د موندلو هڅه کوي. د پوليسو په حواله دا کس رابرت کارد نومیږي چې «وسله وال او خطرناک» بايد وګڼل شي.

د سيمه ایزو رسنیو د معلوماتو په حواله د بيړنيو خدماتو عملې له خوا ويل شوي چې دوی په هولنګ ایلي، يوه رستورانت او وال مارت مغازه کې تر ډزو وروسته هلته د مرستو له پاره ور بلل شوي ول.

چارواکي څه وایي؟

د ټولنیزو رسنیو پر ايکس شبکې [پخواني تويتر] د ماینې ايالت پوليسو له خوا ليکل شوي چې په ليوستن کې يو تن ډزې کوونکی اوس هم په تېښته دی او «موږ له خلکو غواړو چېرې چې دي هلته دې ځانونه پټ کړي. د مهربانۍ له مخې د کورونو دروازې وتړئ او په کورونو کې پاته شئ.»

د ايندروسکوګن کاونټي د پوليسو دفتر د يوه شکمن کس دوه انځورونه هم خپاره کړي دي چې يو کس پکې ليدل کيږي چې خړ جاکټ يې اغوستی دی، ږيره لري او ټوپک په لاس په يوه ودانۍ کې روان دی.

د ليوستن د دولتي ښوونځيو مشر جيک لينګليس، وويل چې د دې سيمې ښوونځي به نن د پنجشنبې په ورځ تړلي وي.

د امريکا د عدلیې ادارې په يوه اعلامیه کې ويل شوي دي چې فدرالي ادارې له دولت او قانون پلي کوونکو ادارو سره په همکارۍ بوختي دي. د سپينې ماڼۍ له خوا هم ويل شوي چې ولسمشر جو بایدن د ماینې ايالت له چارواکو سره تليفوني تماسونه نيولي دي.

په امريکا متحده ایالاتو کې په دې وروستيو کلونو کې د ډزو په پېښو کې ډیروالی ليدل شوی دی. تېر کال يوه ځوان د نیويارک په بفلو سيمه کې په يوه مغازه کې د ډزو په نتیجه کې لس تورپوستان ووژل.

تر هغه وروسته په تيکساس کې په يوه ښوونځي کې ۱۹ ماشومان او دوه ښوونکي په ډزو ووژل شول. د جولای مياشتي پر څلورمه نېټه د امريکا د آزادۍ د ورځې په مناسبت په الينوای کې د يوه رسم ګذشت پر وخت پر خلکو ډزې وشوې چې يو شمير کسان پکې ووژل شول.

د فايرونو د پېښو په ډېرېدو سره د وسلې د کنترولو د اقداماتو په اړه هم بحثونه پېل شوي دي خو تر اوسه په دې ترڅ کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د امريکا په اساسي قانون کې دويم تعديل د ملکي وګړو د وسلې د لرلو د حق ساتنه کوي او پر دې مسئله د امريکا د سياسي ګوندونو ترمنځ د نظر سخت اختلاف موجود دی.

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب