1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په امريکا کې د کرونا د ناروغانو شمير تر دوو ميليونو واوښت

۱۳۹۹ خرداد ۲۲, پنجشنبه

په امریکا کي په کرونا ویروس باندي د اخته سوو کسانو شمیر تر دوو میلیونو اوښتی دی. د جانز هاپکینز پوهنتون ويلي چې تر اوسه په دغه هیواد کي تقریباً ۱۱۳ زرو انسانانو په کرونا باندي تر اخته کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی.

Chicago, Illinois Covid 19 Patient Intubierung Beatmung
انځور: Reuters/S. Stapleton

د امریکا متحده ایالاتو په بالتیمور کي د جانز هاپکینز پوهنتون رپوټ ورکړی چي د چارشنبې تر ماښام پوري په دغه هیواد کي په کرونا باندي اخته دوه میلیونه او ۴۶۴ کسانو نومونه ثبت سوي دي. څه د پاسه ۱۱۲ زره او ۹۰۰ تنو بیا د هغه له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په نړۍ کې تر بل هر هیواد امریکا متحده ایالات د کرونا له ویروس څخه زيات اغیزمن سوي دي. تر هغه وروسته د ۷۷۲ زرو اخته کسانو په لرلو سره برازیل او د څه ناڅه نیم میلیونو په لرلو سره روسیې دوهم او دریم ځای خپل کړی.

خو د قربانیانو د شمیرو پر اساس بیا پس له متحده ایالاتو د ۵۰ زرو مړه سوو کسانو په لرلو سره  بريتانیا دوهم ځای لري. برازیل بیا د څه نا څه ۴۰ زره مړو په درلودو سره دریم ځای کي قرار لري.

په برازیل کي د چارشنبه په ورځ د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کي شاوخوا ۳۳ زره نور کسان په کرونا اخته  او ۱۲۷۴ تنه له دغي ناروغۍ څخه مړه سوي دي. د برازیل جمهور رییس ژائیر بولسونارو په اول سر کي د کرونا ویروس ته د په اصطلاح د «کوچنۍ انفلوانزه » په سترګه کتل او د کرونا د قیوداتو مخالف وو.

د روسیې چارواکو د چارشنبه په ورځ په کرونا باندي د اخته کیدو د ۸۴۰۴ نوو پیښو څخه خبر ورکړی. همدارنګه د کووید ۱۹ ناروغۍ په نتیجه کي ۲۱۶ تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی. په روسیه کي په مجموعي ډول ۴۹۳ زره او ۶۵۷ تنه اخته سوي او په ټولیزه توګه په دغه هیواد کي ۶۳۵۸ تنه مړه سوي دي.

د جانز هاپکینز د پوهنتون د کارپوهانو ویب سایت په منظم ډول  په کرونا پوري مربوط ارقام خپروي او له همدې کبله دغه ویب پاڼه د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا ورکړل سوو رسمي  شمیرو په پرتله لوړ ارقام وړاندي کوي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب