1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهامریکا متحده ایالات

امریکا: په زرونو افغانان د اوسيدو لنډ مهاله اجازه ترلاسه کوي

۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو حکومت اعلان کړی چې هغو افغان کډوالو ته چي نژدې یو کال يې په دغه هیواد کي ژوند کړی دی، د موقتي اقامت اجازه ورکوي. په دغه پرېکړه کي هغه کسان نه دي شامل چي د تخلیې په پروګرام کي امریکا ته تللي دي.

USA Virginia | Ankunft Afghanischer Flüchtlinge
انځور: Jonathan Ernst/REUTERS

د امریکا د کورني امنيت وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چي د موقت حفاظت اجازه هغه چاته ورکول کیږي، چي د ۲۰۲۲مېلادي کال د مارچ میاشتي له ۲۰ نېټې څخه بیا د ۲۰۲۳مېلادي کال د سپټمبرمیاشتي تر ۲۰ نېټې پوري دغه هیواد ته ورکډوال سوي دي، چي ټولیزه شمېره يې ۱۴ زره او ۶۰۰ تنو افغانانو ته رسیږي.

دا ډول اجازه افغان مهاجرو ته په امریکاکي د اوږدې مودې له پاره د پاتيدو يا د دغه هېواد اقامې ته لار نه هواروي. د دې اجازې له مخې دغه کډوال کولای سي، چي تر ۲۰۲۵مېلادي کال پوري په امریکا کي و اوسي او بیا به يې د اجازې وخت زیات کړل سي. دا حالت دوی له شړلو ژغوري او د کار اجازه هم ورته چمتو کوي.

دا پرېکړه په امریکا کي د یوې کوچنۍ ډلي افغانانو له پاره کیږي. د امریکا متحده ایالاتو حکومت همدارنګه ویلي دي، چي ۵۰۰ زره وینزویلایانو ته به هم دغه ډول اجازه ورکړي.

په یاده ډله کي هغه افغان کډوال شامل دي، چي پر ځان د ډیرو سختیو او ګواښونو له منلو وروسته يې ځانونه تر امریکا پوري رسولي دي. د کډوالو ملاتړي له همدې کبله استدلال کوي، چي یاد کډوال د دې ډول اجازې حق لري.

په امریکا کي د کډوالو او بېځایه سویو د کمېسیون مشر سکندر نګاش، د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي دي: «نننۍ پرېکړه د افغانستان په حالت د روښانه پوهېدو معنی لري، چي هلته د طالبانو تر واکمنۍ لاندي له ترینګلتیا سره تړلې ده.»

د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنيت وزارت د یوې بلي پريکړي له مخي په دغه هیواد کي د نورو ۳۱۰۰ تنو افغان کډوالو د اوسیدو د اجازې وخت ډېر کړی دی.

د افغانانو دې ډلي په دغه هېواد کې داسې لنډمهاله مخافظت  ترلاسه کړې، چي وخت پروخت يې باید په امریکا کي د بیا پاته کیدو موده زیاته سي.

په دې پرېکړه کي، چي د پنجشنبې په ورځ اعلان سوه، هغه په لسهاوو زره افغانان، چي د تخلیې پر مهال یا هم د کډوالۍ د ځانګړي ویزې په ترلاسه کولو سره امریکا متحده ایالاتو ته لېږدول سوي دي، شامل نه دي. امریکا ته د کډوالۍ ځآنګړې وېزه هغه چاته ورکول کیږي، چي په افغانستان کي يې ددغه هیواد له حکومت یا هم پوځ سره کار کړی وي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل