1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

په امریکا کې د افغان پخواني هوايي ځواک درې پيلوټان مړه شوي

۱۴۰۲ آذر ۲۸, سه‌شنبه

د افغانستان د پخواني حکومت د هوايي ځواک درې پيلوټان ​​چې امريکا ته کډوال شوي او په يوه شرکت کې په شخصي زده کړو بوخت ول، د يوې وړې الوتکې په پېښه کې مړه شوي دي.

پخواني افغان پيلوټان په افغانستان کې د پرواز پر وخت
پخواني افغان پيلوټان په افغانستان کې د پرواز پر وختانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د امریکا د ایندپندنس اورګون ایالت د پولیسو څانګې په یوه بیان کې ویل شوي دي چې د شنبې په ورځ یوه وړه الوتکه د برښنا له یوې کرښې سره ټکر شوې او په یاده پیښه کې درې کسان مړه شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې د دغې الوتکې پیلوټ ۳۵ کلن محمد حسین موسوي ۳۵ کلن محمد بشیر صفدري او ۲۹ کلن علي جان فردوسي د دغې الوتکې دوه تنه نور مسافر وه.

پوليسو د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي یواځي ېې دومره ويلي دي چې موسوي د ایندیپندنس ښار، صفدري او فردوسي د اورګن ایالت د سليم ښار اوسېدونکي وه.

خو د یوه وژل شوي د کورنۍ غړي دویچه ویله ته وویل چې دغه درې واړه کسان د افغانستان دي او په پخواني پوځ کې یې د هوايي ځواک د پیلوټانو په توګه کار کاوه، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته لومړی تاجيکستان او قطر ته ولاړل او بیا متحده ایالاتو ته کډوال شول.

په دې پېښه کې د وژل شوي پيلوټ محمد حسين موسوي د تره زوی ناصر عرفان دویچه ويله ته وويل، دغه درې واړه ځوانان د باميانو، دايکنډي او غزني ولايتونو اوسېدونکي وه، چې په يوه امريکايي خصوصي شرکت کې د پيلوټۍ په روزنه بوخت وه.

ناصر عرفان زیاته کړه: «د مارشال فهیم له پوځي پوهنتون څخه تر فراغت وروسته، محمد حسین موسوي د پیلوټانو د روزنې د کورس له پاره چک جمهوریت ته لاړ او وروسته یې د افغانستان په امنیتي څانګو کې د پیلوټ په توګه دنده ترسره کړه.»

د عرفان په وینا، د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۱۵ د جمهوریت له سقوط وروسته محمد حسین موسوي د هوايي ځواک له یو شمېر پیلوټانو سره له افغانستان څخه تاجيکستان او بیا قطر ته ولاړ او شاوخوا شپږ میاشتې یې امریکا ته د رسېدو انتظار وکړ.

عرفان وويل: «دغه درې واړه کسان د امريکا په متحده ايالاتو کې له يوه خصوصي امريکايي شرکت سره په دنده بوخت ول او په دې ورځو کې يې پرېکړه وکړه چې د پيلوټۍ په څانګه کې خپل نړيوال سند ترلاسه کړي، خو دا پېښه رامنځته او مړه شول.»

د ویلو ده وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د افغان هوايي ځواک ډېری پیلوټان ​​له هېواده ووتل او غربي هېوادونو ته ولاړل.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل