1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې د اقليمي بحران پرضد نوي تدابير نیول کیږي

۱۴۰۱ تیر ۳۰, پنجشنبه

په اروپا او امریکا متحده ایالاتو کي د سختي ګرمي په منځ کي د امریکا جمهوررئیس جوبایدن د اقلیمي بحران پرضد نوي تدابیر ترلاس لاندي ونیول. بایدن ډیر داسي فرمانونه اعلان کړي چي د کانګرس اکثریت ته ضرورت نه لري.

Saudi-Arabien | Besuch US-Präsident Joe Biden | Golf-Kooperationsrat
انځور: Mandel Ngan/AFP/Getty Images

 د دغو نوو تدابیرو مطابق به ۲،۳ ميلیارده ډالره د نواحیو په اختیار کي ورکړل سي، ترڅو هغوی په اینده کي د سختي ګرمۍ، وچکالۍ او سیلابونو په مقابل کي مجهز سي. سربیره پردې به مؤثر ايرګنډيشني سيستم او د اتلانتیک په سواحلو او مکسیکو په خلیج کي له باده د انرژۍ د توليد دستګاوو د جوړولو پخاطر وسایل په اختیار کي کیښښول سي. خو لکه د بایدن د دیموکراټ ګوند د یو تعداد نورو غړو دا غوښتنه چي اقلیمي اضطراري حالت دي اعلان سي، هغه ورسره ونه منله.