په کاليفورنيا کې دمگړۍ هوا پيژندونکي او د اقليم څيړونکي پر دوو کرښو متمرکزه دي. له يوه اړخه د امريکا سويل لويديځ اوس د گرمۍ له يوې سختې څپې سره مخامخ دی. له بله اړخه د دغه ایالت د «د مرگ دره» په نامه سيمه کې د تودوخې دومره لوړه درجه ثبت شوې چې اوس بايد و ارزوله شي. ۱۳۰ فارن هايت درجې چې ۵۴،۴ سانتي گراد کیږي، په دغه دره کې ريکارد شوې ده.
د هوا پيژندني د ملي ادارې په حواله د تودوخې دغه درجه د تیرې يکشنبې په ورځ د سيالانيانو په مرکز « فرنس کریک» نومې سيمه کې ثبت شوې ده. د هوا پيژندنې نړيواله اداره به اوس په دې ارزونې ترسره کوي چې آيا دغه اندازه گيري سمه ده او که نه. يادې ادارې د تويتر له لارې ويلي: «دا له ۱۹۱۳م کال راهيسې پر ځمکه رسمي اندازه شوې د تودوخې تر ټولو لوړه درجه ده.»
د پخوانيو اندازه گيريو په اړه شکونه
هغه وخت هم د تودوخې دغه لوړه درجه د مرگ په دره کې ثبت شوې وه. ۱۰۷ کاله پخوا ترماميتر د تودوخې درجه ۵۶،۷ سانتي گراد ښوولې وه. خو د هوا پيژندنې د تاريخ پوه کرستوفر بورت د ۲۰۱۶م کال پلټنې دې پايلې ته رسيدلې وې چې د هوا پيژندنې له لحاظه دغه اندازه «امکان نه لري.»
د فورنس کريک د سيالانيانو په مرکز کې د تودوخې دغه درجه اندازه شوېانځور: picture-alliance/Global Warming Images/A. Cooper د بورت په حواله د تونس په کيبیلي سيمه کې د تودوخې د ثبت شوې دويمې لوړې درجې چې ۵۵ سانتې گراد ده، په اړه هم اختلاف شته. خو برعکس هغه درجه چې د کويت په مطربه سيمه کې د ۲۰۱۶م کال په جولای کې ثبت شوې وه، د اعتبار وړ ده. دا په دې معنا ده چې کیدای شي د گرمۍ دغه ريکارد مات شوی وي.
دا چې د مرگ په دره کې تودوخه دومره زياتيږي دوه علتونه لري. يو دليل یې دا دی چې دره د سمندر د سطحې څخه ۸۶ متره ټيټه پرته ده. پر دې سربیره د دې درې تنگوالی هم پکې نقش لري ځکه چار چاپيره ولاړ مخ پورته غرونه خپله گرمي په دره کې منعکسوي. روښانه او وچه هوا او همدا راز د ونو او بوټو کمښت هم د دې باعث کيږي چې ځمکه د لمر وړانگې ډېرې جذبې کړي.
bs/nz (afp,dpa)
زموږ له آرشيف څخه:
آلمان: د گرمۍ۷۰ کلن ريکارد ماتېدلی شي
په آلمان کې دوبی په رسمي توگه تيره جمعه پېل شو خو گرمي په حيرانونکې توگه مخ پر زياتېدو ده. اندېښنه دا ده چې په راتلونکو څو ورځو کې کيدای شي په آلمان کې د گرمۍ اويا کلن ريکارد مات شي. انځور: picture-alliance/dpa/H.-C. Dittrich په آلمان کې راتلونکې څو ورځې نه يوازې د انسانانو له پاره بلکې په دې هېواد کې د ژويو له پاره هم ښايي يو څه ناآرامونکي وي. د گرمۍ سخته څپه به د آلمان کابو ټولې سيمې اغیزمنې کړي او د تودوخې درجه به څو ورځې تر۳۰ سانتي گرادو لوړه وي.
انځور: imago/PEMAX د دې سپي له پاره ۳۰ سانتې گراد تودوخه هم ډېره زياته ده. د گرمۍ له کبله به نه يوازې ژويو ته بلکې انسانانو ته د شپې بيديدل مشکل وي. د کار په ځایونو کې به هم خلک سخته ستړيا احساسوي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gerten آلمانان له دومره زياتې گرمۍ سره بلد نه دي په آلمان کې يو څو ورځې تر مخه گرمي لا دومره زياته نه وه، خو د آلمانانو له پاره هغه هم زياته وه. يو مثال یې هوريکن فيستيوال دی. گډونوال یې د ميوزک پر ځای هغه ماشينونو ته خوشاله ول چې د زګ په پاشلو سره يې تودوخه يو څه کموله.
انځور: picture-alliance/dpa/H.-C. Dittrich آلمانان په باران کې د چتريو له کارولو سره عادت دي خو اوس یې د لمر څخه د ځان د ساتنې په موخه کاروي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Kirchner څوک چې په برلين کې اوسي، په دې کښتۍ کې چې يو حوض دی، خپل بدن يخ ساتلی شي. د آلمان د هوا پيژندنې ادارې په حواله ښايي په جون مياشت کې په آلمان کې د گرمۍ اويا کلن ريکارد مات شي. تر دې دمخه په ۱۹۴۷م کال کې په فرانکفورت کې د تودوخې درجه تر ۳۸،۲ سانتې گراد ته رسېدلی وه.
انځور: Reuters/F. Bensch
د يو شمير ښارونو ادارو د خبرداري بېلا بېل پېغامونه خپاره کړي دي. خلکو ته لارښوونه شوې چې په ځنگلونو کې د سگريت څکولو او يا ځنگلونو ته څېرمه دی باربي کيو له پاره د اور لگولو ډډه وکړي.
انځور: Getty Images/A. Berry په آلمان کې چې د تودوخې درجه تر ديرشو سانتې گرادو لوړه شي نو د گرمۍ له وجې د خلکو د بې هوښه کيدو او يا د زړه د حملې له وجې د مريضانو شمير زياتېږي. د گرمۍ له زياتېدو سره د امبولانسونو شمير هم زياتېږي او د آلمان پر سړکونو زيات امبولانسونه ليدل کيږي.
انځور: Imago/epd/S. Arend