1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په امریکا کې د کرونا د څو دقیقه اي معاینې اجازه ورکړل شوه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

په امریکا متحده ایالاتو کې له یوه نوي میتود سره کیدای شي په ډیره لنډه موده کې په بدن کې د کرونا ویروس موجودیت تشخیص شي. دا نوی میتود د انتي جینونو له طریقه ترسره کیږي، خو د ضعف یوه لویه نقطه هم لري.

Symbolbild Corona-Virus Impfstoff
انځور: picture-alliance/dpa/Geisler-Fotopress

د امریکا متحده د خوړو او درملونو سازمان  (FDA)د انټي جینونو له طریقه د کرونا ویروس د ټیسټ یا معاینې له پاره بیړنی مجور صادر کړی دی.   
د کریسپر په نامه دغه معاینه چې د جینونو د څیړنې تخنیک له طریقه ترسره کیږي کیدای شي په افرادو کې د کرونا ویروس د موجودیت د چټک معلومولو له پاره وکارول شي.

د امریکا د خوړو او درملو سازمان د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۱۰مه) د دې جواز د صادرولو په ارتباط لیکلي دي: «دا یوه نوې معاینه ده چې کیدای شي په څو دقیقو کې نتیجه ترلاسه کړای شي.»

د انټي جین نوی معاینه د پوزې په افرازاتو کې د ویروس د پروتین د پارچو پیدا کولو له لارې صورت نیسي. تر اوسه پورې د کریسپر(PCR) په نوم دغه ټیسټ به د سارس کووید ۲، د تشخیص له پاره د ستوني له افرازاتو یا مایع او د بدن دفاعي حجرو(د بدن د دفاعي سیستم په وسیله تولید شوي انټي باډي) د نمونې په ترلاسه کولو سره تشخیص کیده.

کومه معاینه ښه نتیجه ورکوي؟
د بدن د دفاعي حجرو د کچې معلومولو معاینه یوازې په هغه صورت کې مطلوبه نتیجه ورکولی شي چې پر کرونا ویروس مشکوک اخته کس بیرته روغ شوی وي. پر ویروس تر اخته کیدو څو ورځې وروسته، د بدن دفاعي سیستم د پاتوژنونو پر ضد ځانګړي انټي باډي تولیدوي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د دې آزموېنې نتیجه ښیې چې مخکې تر دې بدن پر دې ویروس اخته شوی دی او که نه؟ او په دې توګه د نوموړي کس د دوباره اخته کیدو مخه نیول کیدای شي. که یو څوک پر کرونا ویروس اخته وي د هغې له پاره د انټي باډي معاینه ښه لاره نه ده. د دې آزمایش پر ځای اوس داکتران د ستوني د مایعاتو نمونې څخه استفاده کوي چې هغه په اصطلاح د  PCR (کریسپر) د معاینې له پاره لابراتوار ته استوي.
د دغو نمونو ارزونه او معاینه له ۳ تر ۵ ساعتونو پورې وخت نیسي په هغې کې داکتران د ویروس د جینیټيکي اجزاو په لټه کې وي.

د امریکا د خوړو او درملو سازمان د نوي میتود په اړه لیکي چې له دې میتود سره کیدای شي په راتلونکي کې د انټي جین معاینې په لا زیاته لنډه موده کې ترسره شي. د دې معاېنې هدف دا دی چې معلوم کړای شي شخص همدا اوس پر کرونا اخته دی او که نه.
خو په نوي معاینه کې پایلې د جنیټکي برخو د تحلیل په اساس نه ترسره کیږي، بلکې پر پروتینونو، یعنې له پاتوژن څخه د پروتین پر اجزاو ترسره کیږي.

په آلمان کې د انټي جن معاینات
په آلمان کې معمولاً د کریسپر PCR د ازمایش له طریقه ویروس په بدن کې تشخیص کیږي. په عین وخت کې د هغو کسانو د انټي باډي آزمایش هم ترسره کیږي چې له خطر سره مخامخ دي. 

په امریکا کې پر طبي ازمایشونو د نظارت مسئول چارواکي وایي چې د PCR د ټیسټ په پرتله د نوي میتود ښه والی په دې کې دی چې نتیجه یوازې په څو دقیقو کې ترلاسه کیږي. 

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
دغه معاینې په ځانګړي توګه د سارس کووید ۲ په مقابل کې غبرګون ښکاره کوي. دا په دې معنا ده چې د مثبت والي په صورت کې، پر ویروس د اخته کیدو احتمال ډیر لوړ دی.
په همدې حال کې د امریکا د خوړو او درملو سازمان په خبره د نوي انټي جین یوه ستونزه نسبت د کریسپر د عنعنوي میتود په پرتله دا ده، چې په دې میتود کې د عفونت نه ښودلو احتمال د پخواني میتود په پرتله ډیر دی او دا یې د ضعف نقطه ښکاره کوي.
په واقعت کې دا یو نوی تخنیک دی چې له لوړ پوتنشیل سره انديښنې هم رامنځته کوي.   

د امریکا د خوړو او درمل جوړونې سازمان په نوي معاینه کې ښه امکانات ويني. نوموړی سازمان لیکي چې د انټي ژن آزمایشونه د PCR له معمولي ټیسټونو څخه په کمه بیه تمامیږي. دا یو بل دلیل دی چې دوی کولی شي په متحده ایالاتو کې ترسره کیدونکو ازمایشونو شمیر په ورځ کې څو میلیونو ته لوړ کړي او دا کار د کرونا ویروس د خپریدو کچې په بهتره تشخیص کې مرسته کوي. 

آلمان مخکې تر دې خپل د معایتانو ظرفیت لوړ کړی دی او کولی شي چې په یوه اونۍ تر یو میلیون پورې د PCR ټيسټونه وکړي، خو په تیرو اونیو کې د دغو معاینانو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. خو د دې دلیل دا دی چې په لږ شمیر کې خلکو روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده او په هیواد کې له موجودو ظرفیتونو څخه استفاده نه ده شوې.
دویچه ویله: ش.ن/ ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب