1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې ولې آن ولسمشر د یوه سپي ستاینه کوي؟

۱۳۹۸ آبان ۷, سه‌شنبه

د امریکايي پوځ یوه سپي په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر البغدادي تر مرګه پورې تعقیب کړ. دغه حیوان چې ټپي شوی وو اوس مخ پر ښه کیدو دی او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د برخې اخیستو له کبله ستایل کیږي.

USA Diensthund des Bagdadi Einsatzes in Syrien
انځور: picture-alliance/AP/White House

د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پر ضد د امریکا متحده ایالاتو په پوځي عملیاتو کې ټپي شوی سپی د دغه هیواد ولسمشر دونالد ترمپ، او د پوځ لوړپوړو چارواکي ستایلی دی. دونالد ترمپ د خپل ټویټر په یوه پیغام کې چې د سپي انځور یې هم ورسره خپور کړی دی لیکلي دي چي «عالي» سپي په سوریه کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي «په نیولو او وژلو» کې ښه دنده تر سره کړه.

د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز مارک میلي، پر دې باندې ټینګار کړی دی چې دغه سپي «فوق العاده خدمات» تر سره کړي دي. لوی درستیز په پېنتاګون کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې دغه سپی د بشپړې روغتیا پر لور دی او د خپل اړونده پوځي برخه کې بیرته پر دنده دی.

د دغه حیوان نوم او نسل په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي. میلي ویلي دي چې «موږ د دغه سپي هویت خوندي ساتو». هغه د دې کار دلیل دا وړاندې کړی دی چې سپې لا هم د ماموریت په سیمه کې دی. په ظاهر کې دغه سپی د بیلجیمي شیفر نسل ښکاري. دغه نسل زیاتره مهال د متحده ایالاتو د پوځ د ځانګړو ځواکونو له خوا کارول کیږي.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه سپي د ترهګرې ډلې داعش مشر تر تونله پورې تعقیب کړ، چیرې چې البغدادي د یوه ځانمرګي واسکټ په واسطه ځان والوزاوه. ویل شوي دي چې البغدادي له خپل ځان سره درې ماشومان هم ووژل. دغه سپی بیا د امریکایي ځواکونو له لوري وژغورل شو.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي د البغدادي د جسد پاتې شونې په سمندر کې اچول شوي دي. خو د ځای په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

(sr/ms (afp, dpa, rtr

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب