د هواپیژندنې اداره (NWS) خبرداری ورکوي: « د آب و هوا دغه ډول شرایط به پر سفرونو سخت اغیز ولري، سړکونه به وتړل سي او ددې سخت خطر موجود دی چې موټرونه بند پاته سي.» سربیره پردې په ډیریو ایالتونو کې د راچپه سوو ونو له امله د بریښنا د قطع کیدو او نورو زیانونو بیره هم موجوده ده.
انځورونه: په افغانستان کې د واورې اورښت
په افغانستان کې تر دوه میاشتي وچ ژمي وروسته، په ۲۴ ولایتونو کې د اورښتونو رپوټونه ورکړل شوي. خلک هیله من دي چې اورښتونه ادامه ومومي، څو د وچکالۍ د لا سختیدو مخه ونیول شي.
انځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images
بدخشان
وروستیو اورښتونو خلک هیله من کړي دي. بزګران هیله من دي که چیرې په کافي اندازه واروه او بارانونه وشي نو به وکړی شي چې په پسرلي کې پر خپلو ځمکو کرکیله وکړي. په انځور کې لیدل کیږي چې په بدخشان ولایت کې خلک د خپلو کورونو له چتونو څخه واوره پاکوي.
انځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images
واوره، ژمی او بې وزلي
که څه په وروستیو کې د واورې اورښت په ځانګړې توګه د بزګرانو د خوښۍ سبب ګرځیدلی خو واوره او ساړه د هغو بې وزله افغانانو ژوند لا سختوي چې د سون توکو د رانیولو توان نه لري.
د دوه میاشتي وچ ژمي وروسته خلک هیله من دي چې تازه اورښتونه به په نوي کال کې د اوبو د کمښت ستونزه تر یوه حده راکمه کړي. په انځور کې لیدل کیږي چې په کابل کې دوه کسان د خپل کور له چته واوره غورځوي.
انځور: Bilal Guler/Anadolu/picture alliance
په واوره پوښلی کابل
که څه هم په کابل او د افغانستان په یو شمیر نور ولایتونو کې به په ژمي کې کافي واوره اوریده، خو په وروستیو کلونو کې اقلیمي بدلونونه د دې سبب شوي دي چې اورښتونه کال په کال کم شي.
انځور: Bilal Guler/Anadolu/picture alliance
د ماشومانو له پاره ساعتیری
د واورې اورښت نه یوازې د بزګرانو د خوښۍ سبب ګرځي، بلکې په دې ورځو کې ماشومان هم په لارو او کوڅو کې له واورې خوند اخلي.
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images
په پغمان کې د واورې اورښت
پغمان ولسوالي چې د کابل په شمال لویدیځ کې پرته ده، هغه غرنۍ سیمه ده چې واوره پکې کیږي. په هغه صورت کې چې کافي واوره واوریږي پغمان دره او د قرغې بند به کافي اوبه ولري.