امریکا متحده ایالات
په امریکا کې یوه بلیک هاک ډوله چورلکه رالوېدلې ده
۱۴۰۱ بهمن ۲۷, پنجشنبهاعلان
د ټینیسي ملي ګارد له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه چورلکه په هنټس ویلې ښار کې د یوه روزنیز پرواز په حال کې وه چې یوه سړک ته نږدې راوليوده. د نوموړي ادارې په حواله په هیلي کوپتر کې سپاره دواړو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هند په هیواد کې دننه جوړې شوې چورلکې نندارې ته وړاندې کړي
هارویسټ د هنټس ویلي، په شمال لویدیځ کې پروت دی، چیرې چې د مارشل سپيس د الوتنې مرکز واقع دی. دلته د امریکایي پوځ د وسلو یوه زیرمه هم موجوده ده.
نیشل ګارد د حکومتي پوځ ځواکونه او د امریکا د ریزرو ځواکونو یوه برخه ده چې د اړتیا په صورت کې ورڅخه په ملي کچه ماموریتونو کې ګټه اخیستل کیږي. د دې پيښې د رامنځته کیدو د علت په هکله پلټنې روانې دي.