1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونيزيا کي به ديني عالمان په واکسين کي لومړيتوب ولري

۱۳۹۹ مهر ۲۲, سه‌شنبه

اندونيزيا غواړي چي په روان ميلادي کال کي لا خپلو وګړو ته د کرونا ضد واکسين لګولو کامپاين پېل کړي. ديني عالمان به له لومړي کسانو څخه وي.

Indonesien l Wiedervereinigungsrallye Alumni 212 in Jakarta
انځور: Reuters/W. Kurniawan

په داسي حال کي چي په زیاتو لوېديځو هيوادونو کي اټکل کيږي چي د کرونا ضد واکسين به په راتلونکي ميلادي کال وګړو ته ورسيږي، اندونيزيا غواړي چي په روان ميلادي کال لا د کرونا ضد واکسين لګولو کامپاين پېل کړي. په دې ترڅ کي د هغو ډلو ليسټ جوړ کړل سوی دی چي په لومړي سر کي به ورته واکسين لګول کيږي. په دغو لومړيتوب لرونکو ډلو کي ديني عالمان هم شامل دي.

د اندونيزيا خبري آژانس انتارانيوز د دوشنبې ورځي (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۲نېټه) د يو خبر له مخي اندونيزيا اټکل کوي چي له دوو چينايي درمل جوړونکو شرکتونو (CanSino Biologics) او (Sinovac) څخه به لومړي واکسينونه ترلاسه کړي.

هغه نفوس هغه ډلې چي د واکسين کولو پر وخت به لومړيتوب ولري پکښي د ډاکټرانو، طبي پرسونال، عسکرو او پوليسو تر څنګ ديني مشران هم شامل وي. ياد لومړيتوب د ولسمشر جوکو ويدودو له خوا تېره اونۍ امر سوی و. په اکتوبر مياشت کي لا د ولسمشر مرستيال او نامتو ديني عالم معروف امين ويلي ول چي د کرونا ضد واکسين حتمي نه دی چي د اسلام د اصولو سره سم پاک واوسي.

د آنتارا نيوز خبري آژانس د معلوماتو پر اساس اندونيزيا غواړي چي د ۲۰۲۲م کال تر پايه پوري له خپل ۲۷۰ ميليونو انسانانو څخه ۱۶۰ ميليونه يې د کرونا ضد واکسين کړي. اندونيزيا د اړين واکسين ترلاسه کولو له پاره نه يوازي د يادو دوو او نورو چينايي شرکتونو سره تړونونه لاسليک کړي دي، بلکي له بريتانوي شرکت (AstraZeneca) ته يې هم د سل ميليونو کسانو له پاره د واکسين فرمايش ورکړی دی. اټکل کيږي چي د ۲۰۲۱م کال د جولای تر نيمايي پوري به د اندونيزيايي درمل جوړونکي يو شرکت (BioFarma) واکسين هم چمتو سوی وي. زياته سوې چي ياد اندونيزيايي شرکت د چينايي او بريتانوي واکسينو د جوړولو له پاره هم خپل امکانات پراخ کړي دي.

په اندونيزيا کي دمګړی د کرونا ۳۳۷۰۰۰ مثبت پيښي تصديق سوي چي پکښي ۷۸۰۰۰ يې لا فعالې پيښي بلل کيږي. د کرونا پاندمي له پيل راهيسي په دغه هيواد کي ۱۱۹۳۵کسان په کرونا مړه سوي دي. په سويل ختيځه آسيا کي اندونيزيا د فلپاين وروسته دويم تر ټولو له کرونا اغېزمن سوی هيواد دی.

آ./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(13.01.2017):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب