په اندونيزيا کې مشکوک ترهگر ونيول شول
۱۳۸۶ خرداد ۲۱, دوشنبهاعلان
د اندونيزيا د ملي پوليسو وياند جنرال سيسنو اديوينوتو د دقيقې شمېرې له ورکړې څخه ډډه وکړه. دغه نفر د اونۍ په پای کې د امريکايانو د ځانگړو ځواکونو د عملياتو او تلاشيو په ترڅ کې د جاوا په ولايت کې نيول شوي وو. ښاغلي اديوينوتو زياته کړه چې «تر يوه زيات خلک د پلټنو په ترڅ کې د جاوا د ټاپو په بېلابېلو ځايونو کې نيول شوي دي.« له دغو کسانو څخه تحقيقات روان دي. جنرال اديوينوتو د يکشنبې په ورځ دا هم وويل چې يو له دغو کسانو څخه محفوظ نوميږي چې ويل کېږي د يو بل ابو دوجانه نومي اورپکي مرستيال دی. ابو دوجانه په افغانستان کې روزل شوی اورپکی دی چې گمان کېږي د يوې نوې توندلارې ډلې مشري کوي.