1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونیزيا کې ښځې څرنگه جهاد ته هڅول کيږي؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

د اندونيزيا په تازه تروريستي بريدونو کې ماشومانو او ښځو هم برخه اخيسته وه او د کورنيو ټول غړي په بريدونو کې شامل ول. تر دې بريدونو وروسته اوس په ترهگريزو شبکو کې د ښځو د شامليدو په اړه سخته اندیښنه رامنځته شوې ده.

Anschlagsserie auf Kirchen in Indonesien
انځور: Reuters/Antara Foto/Surabaya Government

په اندونيزيا کې په تيرو څو ورځو کې په ترسره شويو ځانمرگو بريدونو کې تر شلو زيات کسان ووژل شول. د دې بريدونو تر ټولو خواشينه کوونکی ټکی دادی چې دا بريدونو د بسته کورنيو له خوا ترسره شوي او ښځې او ماشومان هم پکښې شامل ول.

د بيلگې په توگه د يوې کلیسا مخې ته په ترسره شوي بريد کې د يوې کورنۍ شپږو غړيو برخه اخيستې وه. په دې بريد کې پر مور او پلار سربيره د دوی دوې لوڼې چې يوه یې نهه کلنه او بله دولس کلنه وه، او همدا راز دوه زامن ول.

د پوليسو په حواله دوی ټول د جامعه انشارت دوله (JAD) په نامه يوې سيمه ایزي افراطي ډلي غړي ول. دا ډله له ترهگري ډلې «اسلامي دولت» يا داعش سره اړيکې لري. د اندونيزيا د پوليسو د مشر تيتو کار ناويان، په حواله دې کورنۍ دغه بريدونه د داعش په لارښونه کړي دي. هغه زياتوي چې په سورابايا او سيدو آرجو کې دوه بيل بريدونو له يو بل سره تړاو لري او دې پرمختگ پوليس اندیښنمن کړي دي.

په ځانمرگي بريدونو کې د ښځو برخه په اندونيزيا کې کومه نوې خبره نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې دوی په منظم ډول بريدونه کوي. تيرکال پوليسو د ديان يوليا نوی په نوم د لويديځ جاوا يوه اوسيدونکې ونيوله چې په پلازمينه جکارته کې يي پر ولسمشرۍ ماڼۍ د بريد هڅه کړې وه. نوموړې بيا په ۷ کالو بند محکومه شوه.  په همدې تيرو ورځو کې دوې نوري ښځې هم نيول شوي دي چې پر پوليسو یې بريدونه کړي ول.

ځينې کارپوهان په دې آند دي چې په نړۍ کې د ترهگریزو سازمانونو کړنلاري د بدليدو په حال کې دي. دوی اوس په بريدونو کې له ښځو څخه کار اخيستو ته مخه کړې ده.

د سعودي د باچا فهد پوهنتون استاد سمانتو القرتبي وايي چې داعش اوس ځکه په ځانمرگو بريدونو کې د ښځو کارولو ته مخه کړې ده، چې د هغوی [ښځو] پيژندنه ستونزمنه ده. هغه زياتوي: «ښځې بمونو په خيټه پوري تړي او تر خپلو اوږدو جامو لاندې یې پټوي.»

د رکيان اديبراتا په نامه يوه څيړونکې چې د ترهگرۍ ضد مبارزې په اړه څيړنې کوي، وايي چې د اندونيزيا زياتره خلک په ځانمرگو بريدونو کې د ماشومانو گډون ډير حيران او انديښمن کړي دي، خو د داعش په څیر ډلو له ډيرې مودې راهيسې دغه لاره نيولې ده. نوموړې زياتوي چې اوس ځيني ميندي او پلرونه د خپلو اولادونو مغزونه په دغه ډول مفکورو ډکوي.

د گاردين نيشنل نيت ورک په نامه يوې غيري دولتي موسسې غړی کاليس ماردياسې وايي چې بريد کوونکي د بريدونو پر وخت «جنت په خوب» ويني.

د کارپوهانو په حواله د زور زياتي او تاوتريخوالي په پيښو کې د ښځو د گډون يوه وجه ټولینزې شبکې هم دي چې پر ډيرو پليت فارمونو د سخت دريځه موقف دفاع کيږي او دغه موقف تائيديږي.

Ayu Purwaningsih, Srinivas Mazumdaru (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب