په اندونیزیا کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د پرواز پر مهال دواړه پیلوټان خوب وړي وه. دغه پیښه د جنوري مياشتي په پای کې شوې وه، خو پایلې یې اوس اعلان شوې.
د ځايي باتیک ایر هوايي شرکت دغه الوتکه له ۱۵۳ مسافرو سره د سیلواسي ټاپو له کنداري څخه د دغه هېواد پلازمېنې جاکارتا ته روانه وه، چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.
د اندونیزیا د ترانسپورت امنیت ادارې ویلي، چې ۳۲ کلن پیلوټ ۲۸ کلن همکار پیلوټ ته ویلي، چې غواړي استراحت وکړي، خو وروسته همکار پیلوټ، چې په دې وروستیو کې د دوو غبرګونو ماشومانو پلار شوی، هم ویده شوی دی.
د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، هغه مهال د الوتکې له پیلوټ سره ۲۸ دقیقې هیڅ اړیکه نه ټینګیدله. پر همدې مهال الوتکه له خطه وتلې وه.
کله چې پیلوټ راویښ شوی، ګوري چې همکار پیلوټ یې هم ویده دی. وروسته یې د میدان له مسولانو سره اړیکه نیولې او د الوتنې خط یې هم اصلاح کړی.
باتیک ایر اعلان کړی دی چې د دواړو پیلوټانو دندې د «احتیاطي اقدام» په توګه په موقتي توګه ځنډول شوي دي.
د نړۍ کوم هیواد تر ټولو ډیر هوایې ډګرونه لري؟
انځوریز رپوټ: په دې فهرست کې د مستقلو هوایې ډګرونو سربیره هغه میدانونه هم شامل شوي دي چې له فضاء څخه ښکاري او الوتکه په کښې ناسته کولی شي. په نړۍ کې ۲۶ هیوادونه داسې هم دي چې یوازې یو هوایې ډګر لري. انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler امریکا تر ټولو ډير هوایې ډګرونه او د الوتکو د پرواز کوچني میدانونه لري. په دې هیواد کې د داسې ځایونو شمیر چیرې چې الوتکه ناسته کولی شي ۱۳۵۱۳ ته رسیږي. هره ورځ د امریکا په فضاء کې نږدې ۸۷۰۰۰ الوتکې پروازونه کوي.
انځور: picture-alliance/AP/David Zalubowski تر امریکا وروسته برازیل دی. په دې هیواد کې د هوایې ډګرونو او ایئر فیلډز( کوچني میدانونه چې الوتکه په کې ناسته کولی شي) په مجموعي ډول ۴۰۹۳ ته رسیږي. د برازيل هیواد تر ټولو مصروف هوایې ډګر ګوارولهوس نړیوال هوایې ډګر دی چې هر کال شاوخوا ۴۰ میلیونه انسانان له دې هوایې ډګر څخه سفر کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Penner سويلي امریکایې هیواد مکسیکو په دریم نمبر کې ځای لري. په دې هیواد کې د هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو شمیر ۱۷۱۴ ته رسیږي. د مکسیکو له هوایې ډګر څخه هره ورځ ۱۰۰ زره کسان سفر کوي.
انځور: imago/Xinhua په کاناډا کې د هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو یا ایئرفیلډز شمیر ۱۴۶۷ ته رسیږي. تیر کال تر ۲۷ میلیونه ډیر سیلانیان دغه هیواد ته ورغلي وو. وینکوور نړیوال هوایې ډګر د سهولیاتو له پلوه د نړۍ یو تر ټولو بهترينو هوایي ډګرونو کې شمیرل کیږي.
انځور: AP د روسیې د هوایي ډګرونو او ایئرفیلډز شمیر ۱۲۱۸ ته رسیږي. ډیر شمیر سیلانیان دغه هیواد ته سفر کوي. تیر کال د مسکو له هوایې ډګر څخه ۳۱ میلیونه بهرنیانو سفر کړی دی.
انځور: picture alliance/dpa/S.Chirikov سویلي امریکایې هیواد ارجنټاین ۱۱۳۸ کوچني او لوی هوایې ډګرونه لري. د پلازمېنې بونس ایرس په اطرافو کې واقع د مینیسترو پستاریني هوایې ډګر د دې هواد تر ټولو لوی او مصروفه هوایې ډګر دی.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas د هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو شمیر ۸۵۵ دی او د دې هیواد ۶ ځایونه د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کې شامل کړای شوي دي چې هر کال په سلګونو زره سیلانیان یې لیدو ته ورځي. تر ټولو مصروف هوایې ډګر یې ویرو ویرو نومیږي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Cevallos د هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو شمیر یې ۸۳۶ او په بوګوټا کې د اِل دورادو هوایې ډګر یې تر ټولو مشهور او مصروفه دی. په ۲۰۱۵ م کال ۲،۵ ملیونه بهرنیانو دې هیواد ته سفر کړی وو.
انځور: Getty Images/AFP/G. Legaria سويلي امریکایې هیواد پاراګوايي کې د هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو شمیر ۷۹۹ او د سیلویو انټرنیشنل ایئرپورټ یې تر ټولو مشهور او مصروفه هوایې ډګر دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A.Gutierrez انډونیزیا له ۶۷۳ هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو سره د شمیر له پلوه لومړنی آسیایې هیواد دی چې په لومړیو لسو یا ټاپ ټن کې شمیرل کیږی. د دې هیواد ښايسته ساحلونه او ټاپوګانې هر کال په سلګونو زره سیلانیان ځانته را جلبوي. د جګارتا هوایې ډګر د هیواد تر ټولو لوی او مشهور هوایې ډګر دی.
انځور: Getty Images/AFP/B. Ismoyo آلمان په مجموع کې د ۵۳۹ هوایې ډګرونو او کوچنیو میدانونو چې الوتکه ترې پرواز کولی شي په درلودلو سره په ۱۳ مقام کې ځای لري. په دې کې ۲۱ نړیوال هوایي ډګرونه هم شامل دي. د فرانکفورت نړیوال هوایي ډګر د دې هیواد تر ټولو لوی او مصروف هوایي ډګر دی. د آلمان له هوایي ډګرونو څخه د پرواز کونکو کلنی شمیر ۲۵۴ میلیونه کسانو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler په نړیوالې درجه بندۍ کې هندوستان د ۳۴۶ لویو او کوچنیو میدانو په درلودلو سره په ۲۱ مقام کې ځای نیولی دی. په دې هیواد کې ۴۷ نړیوال هوایې ډګرونه موجود دي. تیر کال په دې هیواد کې یوازې د داخلي سفر کونکو شمیر تر ۱۰۰ میلیونو زیات وو. د اندرا ګاندهي هوایي ډګر د دې هیواد تر ټولو لوی هوایي ډګر دی چیرې چې د سفر کونکو کلنی شمیر یې ۶۶ میلیونه کسانو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Economou په پاکستان کې د لوی او کوچنیو میدانونو شمیر ۱۵۱ ته رسیږي چې ۱۳ یې بین المللي دي. په دې هیواد کې د پوځ له خوا د کاریدونکو هوایې ډګرونو شمیر ۱۸ دی.
انځور: Getty Images/A. Qureshi
باتیک ایرلاین لیکلي دي، چې شرکت د ټولو الوتنو خوندیتوب او همدارنګه د پیښې بشپړې څېړنې په جدي توګه ترسره کوي.
باتیک ایر زیاته کړې ده چې دغه هوايي شرکت د هوانوردۍ د خوندیتوب د ادارې ټولو وړاندیزونو ته ژمن دی.
د ټرانسپورټ امنیت ریاست دا «پیښه جدي» بللې او په دغه هیواد کې یې د ټولو الوتنو د سخت کنټرول غوښتنه کړې ده.
په دغه رپوټ کې راغلي دي چې هوايي شرکتونه باید په منظم ډول د پیلوټ اړوند ځایونه یا کابین وګوري او ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی د کارکوونکو خوب پوره دی.
په پاکستان کې د الوتکو د رالویدو سترې پیښې
الوتکه؛ د سفر چټکه وسیله خو له خطره خالي نه وي او د حادثې په صورت کې ترې ژوندي پاتې کیدل د چانس خبره ده. په کراچي ښار کې د الوتکې د را لویدو په تر ټولو تازه پیښه کي ۹۷ کسان وژل شوي دي. دلته نورو پیښو ته کتنه شوې. انځور: picture-alliance/dpa ۲۰۲۰م کال؛ لاهور – کراچي (۹۷ قربانيان) د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۲۲ مه نیټه له لاهور څخه کراچي ته تلونکې د پي آی اې اړوند یوه الوتکه تر کوزیدو څو شیبې وړاندې را ولویده چې پکې د ۱۰۷ مسافرینو او د الوتکې د کارمندانو له ډلې څخه ۹۷ تنه یې وژل شوي او یوازې دوه تنه یې ژوندي پاتې دي. الوتکه د استوګنې په سیمه کې رالویدلې او د پاتې نورو کسانو لټون لا هم ادامه لري.
انځور: Reuters/F. Mahmood ۲۰۱۶م کال؛ چترال - اسلام آباد (۴۸ قربانيان) د ۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتې په ۷مه نیټه له چترال څخه د اسلام آباد په لوري د پاکستان د هوايي شرکت اړوند ATR 42 ډوله الوتکه را ولویده. په دغه پیښه کې د پاکستان د وتلي سندرغاړي جنید جمشید او میرمنې په شمول ۴۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. جنید جمشید د ۸۰مو کلونو د پاپ موسیقۍ سندرغاړی وو او د ژوند په وروستیو کلونو کې یې تبلیغ ته مخه کړې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Khan ۲۰۱۵م کال؛ ګلګیت بلتستان (۸ قربانيان) د ۲۰۱۵م کال د مې میاشتې په ۸مه نیټه د پاکستان د پوځ اړوند یوه هلیکوپرته د دې هیواد په شمالي سیمو کې د ګلګیت بلتستان په سیمه کې را ولویده. په دغه پیښه کې د ناروې، فلپین او اندونیزیا د هیوادونو د استازو او د اندونیزیا او مالیزیا د استازو د میرمنو په شمول په مجموعي ډول ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: Reuters/F. Mahmood ۲۰۱۲م کال؛ کراچي - اسلام آباد (۱۲۷ قربانيان) د ۲۰۱۲م کال د اپریل میاشتې په ۲۰مه نیټه له کراچي څخه د اسلام آباد په لوري د بهوجا ایر په نامه د پاکستان د یوه کوچني خصوصي شرکت اړوند یوه مسافر وړونکې الوتکه د خرابې هوا له کبله له حادثې سره مخامخ شوه چې په کې د الوتکې د ۶ تنو کارکوونکو په شمول ټول ۱۲۷ تنه مسافر ووژل شول.
انځور: picture-alliance/dpa ۲۰۱۰م کال؛ کراچي - اسلام آباد (۱۵۲ قربانيان) د ۲۰۱۰م کال د جولای میاشتې په ۲۸مه نیټه د ایر بلو په نامه د پاکستان د یوه خصوصي شرکت اړوند Airbus 321 ډوله الوتکه چې له کراچي ښار څخه یې د اسلام آباد په لوري الوتنه کړې وه د اسلام آباد په غرنیزه سیمه کې را ولویده. په دغه پیښه کې په الوتکه کې ټولو ۱۵۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture alliance / dpa ۲۰۰۶م کال؛ ملتان (۴۵ قربانيان) د ۲۰۰۶م کال د جولای میاشتې په ۱۰مه نیټه د پاکستان د نړیوال شرکت یا پي آی اې اړوند د فوکر Fokker ډوله الوتکه د ملتان له هوايي ډګر څخه تر الوتنې څو شیبې وروسته را ولویده چې په نتیجه کې یې په الوتکه کې سپرو ټولو ۴۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د یادې الوتکې د را لویدو دلیل د انجن خرابیدل په ګوته شوي وو.
انځور: PIA ۲۰۰۳م کال؛ کوهاټ (تر ۱۰ ډېر قربانيان) د ۲۰۰۳م کال د فبروري میاشتې په ۲۰مه نیټه د پاکستان د پوځ اړوند فوکر PAF Fokker ډوله الوتکه د خیبرپښتونخوا په غرنۍ کوهاټ سیمه کې را ولویده چې په پایله کې یې له لسو ډیر کسان ووژل شول. په دغه پیښه کې د پاکستان د هوايي ځواکونو قوماندان مشرف علي او میرمن یې هم وژل شوي وو.
انځور: Reuters/F. Mahmood ۱۹۸۹م کال، ګلګیت بلتستان (۵۴ قربانيان) د ۱۹۸۹م کال د اګست په ۲۵مه نیټه د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا پي اې اړوند یوې Fokker ډوله الوتکې د پاکستان له شمالي ګلګیت څخه پرواز وکړ چې د الوتنې پرمهال را ولیده. په دغه پیښه کې ټول ۵۴ تنه تر اوسه پورې لا درکه دي او د الوتنې پاتې شونې تر اوسه پورې هم نه دي موندل شوي.
انځور: AFP/F. Naeem ۱۹۸۸، بهاولپور ـ اسلام آباد (۳۲ قربانيان) د ۱۹۸۸ م کال د اګست مياشتې په ۱۷مه د پاکستان د هغه وخت ولسمشر جنرال ضيالحق د ۳۱ نورو کسانو سره د پاکستان پوځ په C-130B Hercule ډوله الوتکه کي د اسلام آباد پر لور روان سو، خو پر لارې په دغه الوتکه کې چاودنه وسوه او د ولسمشر په شمول ۳۱ نور ټول سپرلي پکښي ووژل سول. داچې آيا دغه يوه حادثه او که بريد ؤ، تر ننه نه ده معلومه سوې.
انځور: Getty Images/Keystone/Hulton Archive