1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په انډونیزیا کې توپان او زلزلې په سلګونو کسان وژلي

۱۳۹۷ مهر ۷, شنبه

د انډونیزیا هیواد په زولاویسي ټاپو کې زلزلې او توپان لږ تر لږه ۳۸۴ انسانان وژلي دي. خو بيره شته چي د قربانيانو شمېر لا زيات شي. د ریشتر د مقیاس په اساس د زلزلې شدت ۷،۷ ثبت شوی دی.

Indonesien Nach dem Erdbeben und dem Tsunami in Palu, Central Sulawesi
انځور: Getty Images/AFP/M. Rifki

د زلزلې یوې شدیدې څپې د انډونیزیا ساحلي ښار پالو ولړزاوه. د چارواکو د معلوماتو له مخې په لسګونو کورونه ویجاړ شوي دي او اوسیدونکي یې وارخطا او ویریدلي ول. ختیځي سیمې هم اغیزمن شوي دي. تر څو ساعته وروسته پورې هم د زیان دقیقه اندازه نه وه اټکل شوې.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې په حواله لږ تر لږه ۳۸۴ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.

د عيني شاهدانو په حواله د یو سوداګریزې ودانۍ او یو جومات په ګډون ډیر شمیر ودانۍ ویجاړې شوي دي. ویل کیږي چې د زلزلې او توپان له امله د سمندر د اوبو څپې تر ۱،۵ مترو پورې لوړې شوې وې.

د شپې د تورتم له امله د قربانیانو د لټون او ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخامخ ول. سربیره پر دې په سړکونو کې اوبه ولاړې وې او د رسمي معلوماتو له مخې د زلزلې شدت د ریشتر د مقیاس په اساس ۷،۷ درجې ثبت شوی ده.  

د میترو ټي وي، تلویزوني شبکې یوه ویډیو خپره کړه چې د څیرکه تلیفون د کمرې په وسیله اخیستل شوی ده.

په دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې د اوبو یوه پياوړې څپه په کراره را روانه ده او په ډیر قوت سره کورونه له ځان سره نړوي. عيني شاهد دیو عبدالله وایې: «کله چې د اوبو څپه زما پر لور را روانه وه زه ډیر ویریدلم».

انډونیزیا له ۲۶۰ میلیونه نفوس سره د نړۍ یو له ګڼ میشته هیوادونو څخه دیانځور: picture alliance/AP Photo/M. Rifki

د پالو یو بل اوسیدونکی فریاد کوي: «ما ته دعا وکړئ چې زه له دې پيښې ژوندی ووزم».

ډیرو کوښښ کاوه چې د لوړو ودانیو بامونو او لوړو سړکونو ته ځان ورسوي. د انډونیزیا د طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې ویاند، سوټوپ نویګروه، وویل: «ډیرې ودانۍ اوس د ویجاړیدو په حال کي دي. همدارنګه ویل کیږي چې نورې ټاپویې سیمي هم اغیزمنې شوې دي.»

هغه زیاته کړه: «مونږ تر اوسه پورې د معلوماتو پر راټولو اخته یو چې څومره زیان رسیدلی دی او د قربانیانو دقیق شمیر څومره دی».

د پالو ښار له ۳۵۰ زره نفوس سره د انډونیزیا هیواد په لویديځ ټاپو سولاویزي، کې موقعیت لري.

د امریکا د زلزله سنجې مرکز د معلوماتو له مخې د زلزلې مرکز د پالو ښار په شمال ۸۰ کیلومترۍ کې نږدې ۱۰ متره ژور وو. مخکې تر دې ۵،۹ درجې زلزلې دغه ټاپو لړزولې وه. د چارواکو د لومړنیو معلوماتو له مخې په هغه وخت کې هم لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ډیر شمیر کورونه ویجاړ شوي ول.

انډونیزیا له ۲۶۰ میلیونه نفوس سره د نړۍ یو له ګڼ میشته هیوادونو څخه دی چې د آرام سمندر په هغه آتش فشاني حوزه کې موقعیت لري چې په جیولوژیکي لحاظ ډیر فعاله دی.

د روان کال په اګست میاشت کې هم د سیلانیانو له پاره په یوه په زړه پورې ساحلي ټاپو لومبوک او ګاونډي ټاپو زومباوه کې د زلزلو د پرله پسې لړۍ په پايله کې تر ۵۵۰ ډيرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د ۲۰۰۴ م کال د سونامي یا توپان په پایله کې یوازې په انډونیزیا کې ۱۶۸زره او په ټوله حوزه کې تر ۲۲۰ زرو ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل