په اودیسه کې سخت بارانونه؛ نهه کسان مړه سوي
۱۴۰۴ مهر ۹, چهارشنبه
د اوکراین په جنوب کې د تورې بحیرې پر غاړه پروت بندري ښار اودیسه کې د سختو بارانونو له امله رامنځته سوو سیلابونو وروسته لږترلږه نهه تنه مړه سوي دي. د اوکراین له ناورینونو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی دی چې د قربانیانو په ډله کې یوه کوچنۍ نجلۍ هم شامله ده.
د نوموړې ادارې په حواله له دغو سیلابونو څخه په مجموعي ډول څه د پاسه ۳۶۰ تنه ژغورل سوي دي او له ۲۰۰ څخه اضافه نقلیه وسیلې انتقال سوي دي.
اړوند:زیلنسکي: روسیې تېره شپه پر اودیسه او سومي ښارونو ۳۰۰ ډرونونه او ۳۰ توغندي توغولي
دغه سخت بارانونه د سه شنبه په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د سپټمبر پر ۳۰) پیل سول. د اودیسې ښاروال هینادي تروخانوف، په شپه کې د ټیلیگراف له لارې خبر ورکړ چې د اوو ساعتونو په ترڅ کې دومره ډیر باران واورید چې نور وخت د څه ناڅه دوو میاشتو په ترڅ کې اوري. نوموړي حالت ستونزمن، خو تر کنترول لاندې وباله. د اودیسه ښار له پخوا څخه لا د روسیې له یرغلیزې جگړې څخه سخت اغیزمن سوی دی.