په اوروګوای کي د بنګو بټی کرل آزاد سول
۱۳۹۲ آذر ۲۰, چهارشنبهد جنوبي امريکا د دغه هیواد د سنا مجلس هغه لايحه تصويب کړې ده چي له مخي يې وکړي کولای سي چي بنګي وکري، رانيسي خرڅي کړي او ويې څکوي.
د دغي لايحې پر اساس هرڅوک کولای سي چي تر ۴۰ ګرامو پوري د بنګو پاڼي (ماريوانا) رانيسي. عادي وګړي د بنګو تر شپږو بوټو پوري اجازه لري چي ويې کري.
ويل سوي دي چي د بنګو بوټي کرل به د دولت له خوا د يوه ټاکل سوي کمېسيون له خوا څارل کیږي. دا کار ځکه ترسره سوی دی، څو په دغه هیواد کي د بنګو بټي په غير قانوني توګه د کرلو او قاچاق کولو مخه ونيول سي.
د قانون د دغي لايحې له مخي ټول هغه کسان چي د بنګو پاني څکوي يا يې خرڅوي بايد له دولت سره ځانونه راجستر کړي.
په دغه لايحه کي دغه راز راغلي دي چي د کوچنيانو او خارجي وګړو له پاره د بنګو پاڼو کارول منع دي. په قانوني توګه د بنګو پاڼو خرڅلاو به د ۲۰۱۴ کال په نيمايي کي پيل سي.
دغه قانون د اوروګوای د جمهور رييس خوزيه موخيکا، په ابتکار سره جوړ سوی دی. هغه ويلي دي چي د بنګو پاڼو د قانوني کولو له پاره ډير شک و ترديد موجود دی. هغه ويلي دي چي له مخدره موادو سره په مبارزه کي بايد «نوي لار» پيدا سي.
په اوروګوای کي دغه ابتکار يو تند بحث راپورته کړی دی. د دغه هيواد د «ال پايس» ورځپاني د يوې نظر پوښتني پايلي ښيي چي د پوښتل سوو کسانو په سلو کي ۲۹ تنو يې د دغه قانون پلوي کوله او ۶۴ سلنه يې مخالف ول.
تر اوسه پوري د اوروګوای وګړو د پنګو پاڼو د څکولو او شخصي استعمال اجازه لرله، خو کښت او تجارت يې ممنوع وو.
د اوروګوای اپوزيسيون د دغه قانون د تصويبولو د مخنيوي له پاره اعلان کړی وو چي دغه خبره دي د يوې ټولپوښتني له لاري خلکو ته وړاندي سي. په اوروګوای کي ټولپوښتنه کيدای سي چي د رايو ورکوونکو د دوو سلنه رايو په زياتېدو سره تر سره سي.