1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکرائن کې د داعش یو ډیر مهم جنګي قوماندان نیول شوی

۱۳۹۸ آبان ۲۵, شنبه

د اوکراين استخباراتي اداره وایي چې د ګډو نړیوالو عملیاتو په ترڅ کې یي د «اسلامي دولت» یا داعش په اصطلاح د جګړې مرستیال وزیر نیولی دی. البرا شیشاني، د داعش د جنګي چارو د قوماندې دویم مسئول پاتې شوی دی.

Ukraine Training von speziellen Einheiten des SBU
انځور: picture-alliance/NurPhoto/M. Marusenko

د اوکراین استخبارتي ادارې (ِاس بي یو) ویلي دي چې دوی په جارجیا ښار کې د البرا شیشاني په نوم یو ترهګر نیولی دی. د نوموړي ادارې په حواله له یوه انځور څخه تائیدیدلی شي چې هغه د داعش یو جګ پوړی قوماندان وو.

شیشاني د اوکراين د پلازمېنې کییف په یوه اطرافي سیمه کې په یوه داسې عادي کور نیول شوی، په کوم کې چې هغه اوسیده.

د اوکراین استخباراتي ادارې د شیشاني د نیولو خبر ورکړی دی، خو د هغه د نیول کیدو د وخت په اړه یي څه نه دي ویلي. د نوموړي ادارې له خوا د خپاره شوي یوې اعلامیي په حواله له یوه انځور څخه دا ثابته شوه چې تر تعقیب لاندې دغه بهرنی وګړی په اصل کې د داعش یو ډیر مهم قوماندان دی.

(ِاس بي یو) دا هم ویلي دي چې دغه ترهګر یي د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی ای) او د جارجیا د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ د ګډو نړیوالو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.

له سیزار توخوسا شویلي، تر البرا شیشاني پورې

د شیشاني په اړه ویل کیږي چې تر زیږدنې وروسته د هغه نوم سیزار توخوساشویلې وو. نوموړی په ۲۰۱۵ م کال کې د «اسلامي دولت» غړی شو. وروسته له دې هغه د ابو عمر الشیشاني مرستیال شو، چې د امریکا د دفاع وزارت په حواله د داعش ډلې په اصطلاح د جنګ وزیر وو او په ۲۰۱۶ م کال کې په یوه لویه وسله واله جګړه کې ووژل شو.

ابو عمر الشیشاني د ۲۰۱۶م کال په یوه وسله واله جګړه کې وژل شوی ووانځور: Getty Images/AFP

د رویټرز په حواله البرا شیشاني او ابو عمر الشیشاني دواړه د یوې سیمې یعنې د جارجیا په پانکیسي غریزه سیمه کې زیږدلي دي په کوم ځای کې چې د چیچنیایي نسل هغه اتباع اوسیږي چې هغو ته کِسټس ویل کیږي.

د دوی دواړو نومونه د دې له پاره شیشاني وو چې دوی د چیچنیا له نسل څخه دي او چیچنیا ته په عربي ژبه کې شیشان ویل کیږي.

پر جعلي پاسپورت اوکراین ته تګ

د اوکراین د لوړپوړو امنیتي چارواکو په حواله د ابو عمر الشیشاني تر وژل کیدو وروسته، البرا شیشاني د سوریي له سرحد څخه په تیریدو ځان ترکیي ته رسولی وو او له هغه ځایه بیا تیر کال د یوه جعلي پاسپورت په مرسته اوکراین ته ورغلی دی.

د اوکراین د پلازمېنې کییف په یوه اطرافي سیمه کې د اوسیدو پر مهال یي هم د داعش د فعالیتونو له پاره ارتباطات جاري ساتلي وو.

د اوکراين استخباراتي ادارې په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي دي چې دغه بهرنی تبع، له اخراجیدو مخکې د چارواکو تر پوښتنو او ګرویږدنو لاندې دی او له هغه څخه به په دې اړه هم تحقیق وشي چې په اوکراین کې یي په کومو وختونو کې کوم جرمونه ترسره کړي دي.

آژانسونه/ ش.ن/ ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب