د روسيې د دفاع وزارت د چهارشنبه په ورځ خبر ورکړی دی چي په دغه الوتکه کي ۶۵ اوکرايني جنگي اسيران سپاره ول چي د تبادلې په هدف انتقاليدله.
د روسيې «تاس» خبري آژانس په حواله، د الوتکې شپږ کسه عمله او درې نور چي بنديان يې بدرگه کول هم په دغه ايليوشين-۷۶ ډوله ترانسپورتي الوتکه کي وژل شوي دي.
دغه الوتکه د مسکو پر وخت د سهار پر ۱۱ بجو رالوېدلې ده او د دغي پيښې علت لا معلوم نه دی.
د روسيې د دفاع وزارت ويلي چي يو ځانگړي پوځي کميسيون د اوکراين سرحد ته نيژدې د دغي الوتکې د سقوط سيمې ته استول سوی دی.
داوکراين حکومت تر اوسه په دې هکله کومي څرگندوني نه دي کړي، خو د دغه هيواد رسنيو د پوځي سرچينو په حواله ليکلي دي چي دغې الوتکې توغندي انتقالوله او د اوکراين ځواکونو ويشتلې ده.
د روسيې د بلگورود سيمه په دا وروستيو کي په تکرار سره د اوکراين هدف ګرځېدلې ده. د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراين باندي د روسيې له يرغل راهيسي، دغه دواړه هيوادونه يو له بل سره په جگړه کي دي.
اوکراین: د جګړې پر مهال د تعلیمي کال پیل کیدل
نوی تعلیمي کال پیل شو، خو په اوکراین کې زده کوونکي نه شي کولای د ښوونځیو په عادي ټولګیو کې کیني. په ځینو سیمو کې د امنیتي لاملونو له کبله ټولګي په تهکاویو، یا د مترو په تمځایونو کې جوړ شوي، لکه دلته په خارکیف کې. انځور: Madeleine Kelly/ZUMAPRESS.com/dpa/picture alliance د دوبي رخصتۍ پای ته ورسېدې او همدارنکه په اوکراین کې د سپتمبر لومړۍ نیټه د ښوونځيو د پیل ورځ وه. آنلاین او یا هم په حضوري او انلاین بڼه ترسره کیدونکي زده کړې په ځینو سیمو کې د جګړې لومړیو کرښو ته نږدې پرتې دي. په خارکیف کې هڅې روانې دي چې د ماشومان لپاره د مترو په تمځایونو کې خوندي ټولګي جوړ کړي، څو په خوندي توګه زده کړي وکړي. د مترو تمځای کې یوه ښوونکې له یوې زده کوونکې سره ټولګي ته روانه ده.
انځور: Madeleine Kelly/ZUMAPRESS.com/dpa/picture alliance په ټوله کې د اوکراین د شاوخوا ۳،۷ ملیونه زده کوونکو له پاره نوی ښوونیز کال پیل شو. همدارنګه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم ټولو زده کوونکو او ښوونکو ته د تعلیمي کال د مبارکي ترڅنګ هغوی ته د بریا ډک کال لرلو هیله څرګنده کړه.
انځور: Ashley Chan/SOPA Images/ZUMA Press Wire/picture alliance یوه ښوونکې په ټولګي کې زده کوونکو ته ښه راغلاست وایي. ښوونکو ډیره هڅه کړې وه چې پر ناړوه شرایطو سربیره هم په ښایستو رنګونو سینګار کړي، څو ماشومانو ته د امکان تر حده ماشومانو ته یو ارام او له رنګونو ډک چاپیریال برابر کړي.
انځور: Vyacheslav Madiyevskyy/Avalon/dpa/picture alliance له درسي ټولګیو څخه د ښاروال لیدنه د ښوونځي په لومړۍ ورځ د خارکیف ښاروال د مترو په تمځای کې جوړ شوي د ښوونځي یوي ټولګي ته ورغی. په ټوله کې ۶۰ درسي ټولګي جوړ شوي چې له زرو زیات زده کوونکي کولای شي په حضوري ډول دغو ټولګیو کې ګډون وکړي.
انځور: Madeleine Kelly/ZUMA Press Wire/dpa/picture alliance د توغندیو د بریدونو سربیره ښکلي صنفونه په ګډه زده کړه او له ښوونکو سره په مستقیم ډول د نظر او معلوماتو تبادله په ځانګړي توګه د ماشومانو له پاره مهمه وي. د جګړې له پیل راهیسې، په لویو ښارونو کې ښوونځي دې ته دې مجبوره شوي چې په آنلان توګه تدریس پلان کړي. دا ځکه چې دا ښار د دې هېواد په ختیځه برخه کې د روسیې پولې ته څېرمه موقعیت لري او چارواکي ویره لري چې ښایي ښوونځي یو اسانه هدف وي.
انځور: Ashley Chan/SOPA Images/ZUMA Press Wire/picture alliance د اوکراین د دوهم ستر ښار د مترو په تمځای کې د جوړ شوي ښوونځي د باندې د یوه ماشوم مور وايي چې «ماشومان به دې جوګه واوسي چې سره وویني او د خبرو کولو له پاره یوه ګډه ژبه ومومي.» دغه مور وایي چې هغه په بشپړ ډول د دې کار ملاتړ کوي.
انځور: Vyacheslav Madiyevskyy/Avalon/dpa/picture alliance / Photoshot هغه سروس چې زده کوونکي کورونو ته رسوي د ښوونځي وخت پای ته ورسید او خپلو کورونو ته د تلو وخت دی. د رخصتۍ وروسته زده کوونکي هغه سرویس ته ورپورته کیږي چې د باندې دوی ته ولاړ دی. په دې ډول له په تهکاوۍ کې له ښوونځي څخه تر کوره د ماشومانو د رسولو دا خوندي لار ده.
انځور: Vyacheslav Madiyevskyy/Avalon/dpa/picture alliance / Photoshot
GP/NZ/AG