په اوکراين کي بله جنگي الوتکه ويشتل سوې ده
۱۳۹۳ مرداد ۲۶, یکشنبه
د اوکراين په ختيځ کي بېلتون غوښتونکو يووار بيا يوه جنگي ميگ ۲۹ ډوله الوتکه ويشتلې او را اچولې ده. په کيف کي د پوځ يوه وياند ويلي دي چي دغه الوتکه د لوگانسک ښار په اطرافو کي ويشتله سوې ده. ويل کيږي چي پيلوټ د غورځېدونکي چوکۍ په مرسته ځان ژغورلی او تښتېدلی دئ.
د راپورونو له مخي د اوکراين پوځيانو ادعا کړې ده چي په لوگانسک کي ئې د پوليسو يو مرکز بيرته په خپل کنترول کي راوستی دئ. يوه پوځي وياند ويلي دي چي په اپريل مياشت کي د بېلتون غوښتونکو له خوا نيوله سوې دغي ودانۍ باندي اوس بيرته د اوکراين بيرغ رپيږي.
وياند دغه راز ويلي دي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي د روسيې له خوا اوکراين ته بيا پوځي تجهيزات راوړل سوي دي. چي په دې کي درې «گراد» ډوله توغندی توغونکي هم شامل دي.
له بلي خوا د اوکراين د بهرنيو چارو وزير پاول کليمکين له ناټو او اروپايي ټولني څخه له بېلتون غوښتونکو سره په جگړه کي د پوځي مرستو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. هغه د آلمان له راډيو سره په مرکه کي ويلي دي چي «که زموږ سره دغه شان مرستي وسي، نو دا به زموږ د عسکرو له پاره ډېره اسانه وي چي په سيمه کي عمل وکي.» د اوکراين په ختيځ کي اوس داسي یو حالت دئ، چي په هره شېبه کي د روسيې د پوځي هجوم گواښ موجود دئ. تقريباً هره ورځ د روسيې له خاوري څخه پر اوکرايني عسکرو باندي فيرونه کيږي. پردې سربيره د روسيې له خوا مزدوران راوستل او وسلې راوړل کيږي.
د ناټو ستراتيژۍ د بدلون غوښتنه
کليمکين له ناټو څخه غوښتنه کړې ده چي د اوکراين په اړه خپلي تراتيژي کي بدلون راولي. د هغه هيواد د پوځي ملاتړ ترڅنگ سياسي ملاتړ ته هم ډېره اړتيا لري. هغه ويلي دي چي په ناټو کي د اوکراين د غړيتوب د موضوع وخت اوس نه دئ، ځکه د دې له پاره اوس په اوکراين کي ټول په يوه خوله نه دي.
کليمکين غواړي چي نن يکشنبه ماښام په برلين کي له خپل روسي سيال سرگي لاوروف سره د آلمان د بهرنيو چارو د وزير فرانک والتر شټاين ماير او د هغه د فرانسوي سيال لاورينت فابيوس سره يو ځای خبري اتري ولري.