په اوکراين کي د جګړې او اروپا معلومات
۱۴۰۱ فروردین ۲۶, جمعه- د روسېې دفاع وزارت پر کيف ښار د حملو د ډېريدو دغه خبرداری د روسېې په خاوره کې د اوکرايني بریدونو په ځواب کې کړی دی. روسي چارواکو پر اوکراین تور لګوي چې د روسېې سويلې سيمې بریانسک ته ېې د یوه ښارګوټي د بمبارولو له پاره دوې چورلکي استولي چې د غیږۍ يو ماشوم په ګډون ېې ۷ کسان ټپیان کړي دي. اوکراین بیا دغه تورونه رد کړي دي. د روسېې دفاع وزارت ويلي دي: «د روسې په حریم کې د کیف نشنلست حکومت له لوري د هر ډول تروریستي بریدونو یا ورانکاري عمل په ځواب کې به د کیف د په نخښه کولو په موخه د توغنديو د بریدونو شمیر او اندازه ډېره شي.» دغه وزارت زیاته کړې ده چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته ېې کیف ته څیرمه یوه «پوځي» فابریکه له سمندر څخه په ليرې واټن ویشتونکي توغندیو په نښه کړې ده. د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زيلنسکي، ویلي دي چې د چاودنو غږ پلازمېنې نه بهر په واسیلکیف سیمه کې اوریدل سوی دی.
-
د روسېې دفاع وزارت ادعا کړې ده چې د اوکراین په ختيځ خارکيف ښار ته نژدې ېې په یوه برید کې «تر ۳۰ پورې پولندي اجیر عسکر» چې د اوکرايني ځواکونو له پاره جنګیږي، له منځه وړي دي.
-
اوکراین وايي د دغه هیواد په ختيځ کې د روسي ځواکونو په حملو کې پنځه کسان وژل شوي دي. په وینا ېې دغه کسان وروسته له هغې وژل شوي چې ولسمشر ولاديمیر زیلنسکي وويل چې مسکو د دغې سیمې د «له منځه وړلو» په لټه کې دی.
-
د کيف ولسمشرۍ دفتر ویلي دي چې په ختيځه سیمه لوهانسک کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. دفتر ويلي دي چې په ګاونډۍ سیمه دونستک کې هم درې نور کسان وژل شوي او ۷ ټپیان شوي دي.
-
د کاناډا صدراعظم، جستين ترودو وايي دا چې د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایدن، د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین په نسل وژنې تورن کړی، هغه د الفاظو په انتخاب کې «درست» دی. خو د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون چې دا وخت د فرانسې ولسشمریزو انتخاباتو ته بیا ولاړ دی ويلي دي چې دا ډول «لفظي تشدیدونه» ګټور نه دي. د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ بیا د دا ډول څرګندونو څخه ډډه کوي.
-
د خارکيف والي اولګي زینیګوبوف وايي چې د فبروري له ۲۴مې چې روسېې پر اوکراين پوځي یرغل کړی، په دغه ښار کې لږ تر لږه ۵۰۳ ملکيان وژل شوي دي. هغه پر ټيلګرام لیکلي چې په وژل شوو کې ۲۴ ماشومان هم شامل دي. خارکيف ښار د روسېې سرحد ته نژدې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پروت دی چې په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې سخت ځپل شوی دی.
-
د مسکو ټایمز ورځپاڼه وايي چې ویب سايټ ېې د روسېې د مخابراتو ادارې د څار برخي له خوا تړل شوی دی. رويټرز د جمعې په ورځ په دې اړه په خپل رپوټ کې ويلي دي چې په انګلیسي ژبه خپریدونکې دغې رسنۍ د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو راهيسې په روسيه کي فعالیت لاره.
-
روسیه وايي په بيلګورود سیمه کې پر يوه روسي کلي د اوکرايني ځواکونو په ډزو کې یو ښوونځی او له شلو ډير ساختمانونه تخریب شوي دي. تاس خبري آژانس د جمعې په ورځ د سيمه ایزو چارواکو له قوله وويل چې دغه ساختمانونه د پنجشنبې په ورځ ويشتل شوي دي. رويټرز چې دغه رپوټ ېې ورکړی زیاتوي چې د روسي چارواکو دغه ادعا په خپلواکه توګه نشي تائيدولی.
-
له بلې خوا اوکراين د جمعې په ورځ وويل چې روسي ځواکونو د دغه هیواد په شمال کې د تخلېې پر بسونو برید کړی چې ۷ ملکیان پکې وژل شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي. د اوکراين لوېې څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې چې پر ټولنيزې رسنۍ يې خپره کړې، ويلي دي: «روسي عسکرو د اپريل پر ۱۴مه په بروفا کلي کې د تخلېې پر بسونو چې ملکيان ېې لیږدول، ډزې وکړې. لومړني معلومات ښيي چې ۷ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.»
-
روسيه وايي ګڼ شمیر هیوادونو ورسره منلې ده چې ګاز به ترې په روبل اخلي. د روسېې د لومړي وزير مرستیال، الکساندر نوواک د جمعې په ورځ وويل: «موږ له نورو واردونکو څخه هم (روبل ته د ورکړې اړولو) تمه لرو. د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتين، تیره میاشت ويلي ول چې له روسېې څخه د ګازو اخیستونکي «غیردوست» هیوادنه باید د ګازو په بدل کې روسېه ته روبل ورکړي. د مسکو دغه غوښتنه د لوېديځ له خوا رد شوې ده. پوتين اروپا ته خبرداری ورکړ که ګاز په روبل وا نه خلي د قطع کولو له خطر سره به يې مخ شي. د ارمنستان د اقتصاد وزیر، وګان کیروبیان، د جمعې په ورځ روسي شبکې آر بي سي ته وویل چې روسېې ته ېې د طبیعي ګازو په بدل کې په څو مواردو کې روبل ورکړي دي. خو د هنګري د بهرنيو چارو وزیر پيتر سیارتو د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې پلان لري چې د روسېې ګازو ته د ګازپروم بانګ له طریقه یورو تحويل کړي.
آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.