1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

په اوکراين کې د امريکا خوشه يي بمونه استعمال ته اماده شوي

۱۴۰۲ تیر ۳۰, جمعه

امريکا تائيد کړې ده چې د اوکراين په جګړه کې د روسي عسکرو پر وړاندې د امريکا له خوا ورکړل شوي کلستر بمونه کارول کیږي. په همدې حال کې د آلمان د اقتصاد وزير د اوکراين په جګړه کې د هند پر دريځ نيوکې وکړې.

د امريکا متحده ایالاتو د ملي امنيت شورا وياند جان کیربي
د امريکا متحده ایالاتو د ملي امنيت شورا وياند جان کیربيانځور: Evelyn Hockstein/REUTERS

د امريکا متحده ايالاتو حکومت تائيد کړې ده چې د اوکراين په جګړه کې هغه کلستر يا خوشه يي بمونه کارول کيږي، چې امريکا اوکراين ته ورکړي دي. د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا ویاند جان کیربي، په واشنګټن کې وويل چې د اوکراين عسکر دغه مهمات په مناسبته او اغیزمنه توګه کاروي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

جان کیربي، زياته کړه چې د دغو مهماتو کارولو د روسیې دفاعي او تهاجمي سنګرونه اغیزمن کړي دي. خو کیربي په دې اړه نور جزيات ور نه کړل.

تر دې دمخه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د اوکراین د يوې حکومتي سرچينې له قوله چې نوم یې نه وو په ډاګه شوی، رپوټ ورکړی وو چې امنيتي ځواکونه یې د دې مهماتو په کارولو سره د هيواد په جنوب ختیځ کې د روسیې د هغو سنګرونو د ماتولو هڅه کوي چې د اوکراين ځوابي حملې په لار کې خنډ جوړوي.

اړونده موضوع: روسیه: اوکراین ته د خوشه يي بمونو لېږد نړۍ یوې نوي نړېوالې جګړې ته بیايي

د لویدیځ د کارپوهانو په حواله روسیه لا له اوږدې مودې راهېسې دا ډول بمونه کاروي. په کيف کې حکومت تر دې دمخه ټینګار کړی وو چې د امريکا له خوا ورکړل شوي دا بمونه به د روسیې پر خاوره د بريد او يا د ملکی تاسیساتو پر وړاندې نه کارول کیږي.

امريکا، اوکراين او روسيه په هغو سلو هيوادونو کې نه دي شامل چې د کلستر بمونو د نه کارولو نړيوال تړون یې لاسليک کړی دی.

آلمان د اوکراين په جګړه کې د هند پر دريځ نيوکې وکړې

د آلمان د اقتصاد وزير روبیرت هابېک، د اوکراين پر وړاندې د روسیې په يرغلیزه جګړه کې د هند پر دريځ انتقاد وکړ. نوموړي د دغه هېواد په پلازمينه نوي ډيلي کې وويل چې هند تر اوسه دا جګړه په څرګنده نه ده غندلې.

هابېک په دې ترڅ کې وويل: «دا [جګړه] له نړيوالو حقونو څخه سرغړونه ده چې په دې نزدې ماضي کې یې مثال نه موندل کیږي. او دا خبره هند هم باید په واضح توګه وکړي.»

هند د اوکراين په جګړه کې بې پرې دریځ غوره کړی، د مسکو پر وړاندې د لویدیځ په بندیزونو کې ملګری نه دی او ديالوګ له لارې د دې شخړې د حلولو خبره کوي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

هابېک له دویچه ويله سره په خبرو کې په دې اړه وويل: «زه شخصاً دا نظر لرم چې کله بې عدالتي روانه وي نو بيا سړی بې پرې نه شي پاتېدلای. تل يو يرغلګر او يو قرباني شتون لري.»

د آلمان د اقتصاد وزير روبرت هابېک په هند کېانځور: DW

نوموړي زياته کړه که چېرې سړی د یرغلګر او قرباني ترمنځ توپير ونه کړي نو بيا دا د وضعيت واقعې انځور نه وړاندې کوي.

هند له لویدیځ سره ښې اړيکي لري او له روسیې سره هم، دې ته په کتو سره چې په پوځي توګه د ځان سبمالولو ټوله تکیه یې پر روسیې ده. خو هند اوس مخ پر زياتېدونکي توګه له نورو هېوادونو څخه هم پوځي تجهیزات رانيسې، د مثال په توګه له فرانسې څخه.

پر دې سربیره هند د اوکراين د جګړې پر وخت له روسیې څخه ډېر ارزانه تېل هم وارد کړي دي.

د غله جاتو د تړون په اړه د امنيت شورا غونډه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن جمعه د روسیې له خوا د غله جاتو د تړون د متوقف کولو په تړاو مشوره کوي. په ملګرو ملتونو کې د بريتانیا استازولۍ له خوا ويل شوي چې په دې ترڅ کې به د دې ګام د بشري پایلو په اړه خبرې اترې وشي.

روسیې د دوشنبې په ورځ د تور سمندرګي له لارې د اوکراين د غله جاتو د انتقال تړون پر نړيوالو احتجاجونو او غوښتنو سربیره لغوه اعلان کړ. تر دې وروسته روسیې هغه کښتۍ چې د اوکراين د بندرونو پر لور حرکت کوي، د احتمالي پوځي هدفونو په توګه اعلان کړې.

اړونده موضوع: روسيه له اوکراينه د غله جاتو صادرات متوقف کوي

د مسکو د دې ګواښونو په ځواب کې اوکرين هم د هغو کښتيو پر وړاندې د چلن اعلان وکړ چې په توره بحيره کې د روسیې له خوا کنتروليدونکو بندرونو ته تګ راتګ کوي.

د رویترز خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله د روسیې پوځ يو ځل د اوديسا بندر د غله جاتو پر ترمينل بريد کړی دی. د يوه حکومتي چارواکي په حواله په دې بريد کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (rtr, dpa, afp)

زموږ له آرشيف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب