شخړياروپا
په اوکراین کي د برق د کامل قطع کیدو خبرداری
۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه![Sicherungskasten bei Stromausfall](https://static.dw.com/image/63406627_800.webp)
اعلان
ځکه نو لکه څنگه چي د کیف د ښارولئ معاون، مایکولا پووروڅنیکي په ټلویزون کي ویلي دي، هغوی د برق د قطع کیدو پر مختلفو سناریو گانو باندي کار کوي، د هغې جملې څخه پر مطلق قطع کیدو باندي. چاروکی وايي، چي دوی د ښارونو د تخلیې موضوع نه بررسي کوي.
د اوکراین د صدراعظم په حواله، د ټول هیواد په سطح د انرژۍ د تهیې نیمايي برخه قطع سوې ده. دا هم پداسي حال کي ده، چي د اوکراین په اکثرو مناطقو کي هوا د سانتي گراد تر صفر درجې هم کښته سوې ده.