1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراین کې د روسیې د تلفاتو په اړه ژور توپیر

۱۴۰۲ فروردین ۱۴, دوشنبه

مسکو اعلان کړی دی چې په اوکراین کې د وژل شویو روسي پوځیانو شمېر شاوخوا ۱۸ زره دی خو کییف وايي چې دا شمېر لس چنده لوړ دی. ویل کیږي چې یو شمیر روسي سرتیري د الکولو د ډیر استعمال او سړې هوا قرباني شوي.

آرشیف: اوکراین د باخموت جګړې د لمړۍ کرښې انځور
آرشیف: اوکراین د باخموت جګړې د لمړۍ کرښې انځورانځور: Diego Herrera Carcedo/AA/picture alliance

د اوکراين پر ضد د روسيې د پوځي يرغل له پيل څخه څه دپاسه ديارلس مياشتې تيرې شوې دي او د دواړو لورو د پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه اعلان شوې شميرې ډير توپير لري.

روسیې اعلان کړی چې په اوکراین کې د وژل شویو روسي پوځیانو شمېر شاوخوا ۱۸ زره کسان دي، خو اوکرایني او لویدیځې سرچینې دا شمېره تر ۲۰۰ زرو کسانو پورې اټکلوي.

د برتانیا دفاع وزارت په اوکراین کې د جګړې د وضعیت په اړه په خپله ورځنۍ ارزونه کې د یکشنبې په ورځ د اپریل پر دویمه لیکلي وو چې د وژل شویو روسي پوځیانو »د پام وړ اقليت« په پوځي جګړه کې نه دي وژل شوي.

په دې ارزونه کې، د روسیې د ټیلګرام چینل حواله شوې، چې په دې وروستیو کې یې لیکلي چې په اوکراین کې د میشتو روسي سرتیرو ترمنځ د پیښو، جرمونو او ناڅاپي مړینې شمیر ډیر لوړ دی.

دا چینل وړاندیز کوي چې د وسلو په کارولو کې ناکافي روزنه، د موټر چلولو پیښي او د موسم له کبله رسېدلی زيان لکه یخ وهنه د جګړې له ډګر څخه بهر د روسی ځواکونو ترمنځ د تلفاتو اصلي لاملونه دي.

د آلمان د اقتصاد وزير په نا اعلان شوي سفر اوکراین ته رسیدلی

د برتانیا دفاع وزارت په اوکراین کې د پرمختګونو ورځنی اټکل په عمده توګه د دې هیواد د پوځ د استخباراتي راپورونو په کارولو سره تنظیموي.

د الکولو زیات استعمال د روسي پوځیانو د مړینې یو لامل دی

دغه وزارت په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي چې له لومړۍ کرښې بهر د روسي سرتېرو د مړينې يو بل لامل د ډیرو الکولي مشروباتو څښل دي.

د دې راپور له مخې، دا چې د روسیې د ټولنې په لویه برخه کې د شرابو څښل عام دي، دا د اوږدې مودې راهیسې د روسیې د پوځي ژوند، حتی په جنګي عملیاتو کې د یوې نا اعلان شوې برخې په توګه منل شوی مورد دی.

د روسیې ډیری پوځي قوماندانان وايي، د الکولو ډیر مصرف په ځانګړي توګه د دې هیواد د اردو جنګي اغیزمنتوب ته زیان رسوي.

آرشیف: انځور اوکرایني سرتیري د هاون کارولو په حال کيانځور: Libkos/AP/dpa/picture alliance

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وايي، د تېر کال د فبرورۍ له ۲۴مې د روسیې د یرغل له پیله تر دې دمه د روان کال د اپرېل تر دویمې نیټې پورې شاوخوا ۱۷۴ زره او ۵۵۰ روسي پوځیان وژل شوي چې د دغو تلفاتو ۵۶۰ تنه یې یواځې د اپریل د لومړۍ نیټې په نښتو کې وژل شوي.

د آلمان د اقتصاد وزير په نا اعلان شوي سفر اوکراین ته رسیدلی

روسیې د ژمي له پیل راهیسې د اوکرایني ځواکونو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي، چې تر ټولو مهم هدف یې د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک ولایتونو په ګډون د دونباس سیمې کنټرولول وو.

د روسي ځواکونو د ژمني عملیاتو ناکامي

د دونيڅک په ولایت کې د باخموت د ستراتیژیک ښار نیول د روسیې د ژمنیو عملیاتو یو مهم هدف وو چې د اوکرایني ځواکونو د سخت مقاومت له امله ناکام شوی.

د بريتانيا د دفاع وزارت د ورې میاشتي پر پنځمه نېټه په يوه ټويټري پيغام کې لیکلي وو، داسې ښکاري چې د باخموت ولايت د جګړې د جبهې په يوه لويه برخه کې د روسي ځواکونو پرمختگ په ټپه درېدلی او احتمال شته چې د دې کار اصلي لامل درانه تلفات وي.

دغه وزارت وايي چې د باخموت ښار په بشپړه توګه د محاصره کولو او د واکمنۍ لپاره له ۸۰ ورځو سختو بریدونو وروسته دا روښانه ده چې دغه پروژه ناکامه شوې ده.

د مني په موسم کې روسيې په اوکراين کې د خپلو ځواکونو د پياوړتيا لپاره د پوځ د زخیروي ځواکونو یوه برخه جګړې ته را وبلل خو اوس داسې ښکاري چې د تازه دمو ځواکونو رابللو ګټه له لاسه ورکړې ده.

زموږ له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل