په اياصوفيه کي د جمعې لمونځ
۱۳۹۹ مرداد ۱۸, شنبه
د ترکي خبري آژانس، انادولو په حواله ایاصوفیه چي پسله ۸۶ کالو څخه بیرته په یوه مسجد باندي تبدیله سوه، مراسم یې نن سهار پر لسو بجو باندي شروع سول. د ترکیې ستري محکمې دوې اوونی دمخه پرېکړه کړې وه، چي ایا صوفیه دي بیرته په مسجد باندي تبدیله سي. محکمې د ۱۹۳۴م کال یوه فیصله لغؤ اعلان کړه، د کوم پر اساس چي ایاصوفیه یې د مسجد څخه په موزیم باندي تبدیله کړې وه.
د استانبول په زړه زاړه ښار کي دغي کلیسا باندي هم عیسویان او هم مسلمانان یو ډول ادعأ کوي.
تقریباً۱۰۰۰کاله ایاصوفیه د بیزانس د امپراطوری مرکزي کلیسا وه، مخکي تردې چي په ۱۴۵۳م کال کي د عثماني امپراطوري پواسطه استانبول تصرف او ایاصوفیه په مسجد باندي تبدیله سي.
خو د محکمې دا فیصله چي ایاصوفیه دي د موزیم څخه په مسجد باندي تبدیله سي، په بین المللي سطح د عیسوي دیني استازو او سیاستمدارانو لخوا د اعتراضونه سبب وګرځېده او اوس هم دوام لري. هغوی وایي چي دا په ترکیه کي د عیسوي اقلیت د حقوقو د محدودولو په معنی دی. په خبره یې دغه تصمیم یوازي داخلي سیاسي دلیل لري او نه کوم مذهبي.
د انادولو آژانس په حواله د جمعې د لمانځه پرمهال پر دیوالونو باندي عیسوي تصاویر پټ سوي وه. همدارنګه په کرونا ویروس د اخته کیدو د خطر په مقابل کي امنیتي اقدامات هم تر لاس لاندي نیول سوي وه. مثلأ د ایاصوفیې په دروازه کي د بدن د حرارت معاینه او د خلګو د ماسکونه کنټرولیدل. د جمعې لمونځ په ژوندۍ بڼه د انټرنیت له لاري خپريده.